جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلیکوال او شناند فدامحمد نظري ووژل شو

لیکوال او شناند فدامحمد نظري ووژل شو

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۶) نامعلومو وسله والو تېره شبه په کابل کې د سیاسي چارو شناند، شاعر او لیکوال فدامحمد نظري په خپل کور کې وواژه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامرز وايي چې د شبې په ۱۲ بجې او ۱۰ دقیقې نامعلوم وسله وال د کابل په دهبوري کې د فدا محمد نظري کور ته ننوتي او نوموړی یې وژلی دی.

تراوسه د فدامحمد نظري د وژل کېدو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیس وايي چې په دې اړه تحقیقات کوي.

فدامحمد نظري، د دې ترڅنګ چې سیاسي شننې کولې، سوداګري چارې هم پرمخ وړلې.

نظري چې په شپېتمه لسیزه کې په کابل کې ښه کاروبار درلود، د کورنیو او تنظیمي جګړو په مهال بریتانیا ته مهاجر شو.

د ښاغلي نظري یوه پخواني فرهنګي ملګري، لیکوال او شاعر عبدالهادي هادي پر خپله فیسبوکپاڼه د نوموړي په اړه لیکلي«عالم، آګاه، شاعر مشربه او د زمانې له نبضه خبر انسان و، چاته يې بد نه رسول او د خير په کار کې به تر نورو يو ګام دمخه و، په نوي ښار کې يې سوداګريز دفتر درلوده او زيات به په خپلو سوداګريزو او فرهنګي چارو بوخت و….»

ښاغلي هادي همداراز لیکلي«ارواښاد (نظري) پر افغانستان او افغانانو يو مين انسان و، له ډيرو امکاناتو سره سره يې افغانستان نه خوشې کاوه، تر هغو چې کابل ته جهادي تنظيمي غله راشيوه شول او کابل له شپو ووت نو دی هم مجبور شو چې لندن ته وليږدي، هلته يې آرام ژوند او ښه امکانات درلودل خو د وطن مينې او خپلو خلکو ته د څه کولو تلوسې بيرته د وطن خړو کوڅو او ګرمو مجلسونو ته ورستون کړ.»

پولیسو د ښاغلي نظري د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

د ښاغلي نظري څو اثره په کتابي بڼه خپاره شوي او یوه شعري ټولګه یې په تاند کې هم خپره شوې ده.

2 COMMENTS

  1. روح دې ښاد وي، بختوره میاشت ده او د الله پاک دربار ته میلمه شو.
    الله پاک دې د هغه قدرمن کورنۍ ته صبر جمیل ورکړي، او د ظالمانو ظلم دې د هغوی په مرۍ کې واچوي. آمین

  2. فدا محمد (خواریکښ) نظری صاحب دافغانستان خوار او ترټل سوی انسان دوست او پر خوائې تل ولاړ ؤ. روح دې ښاد او یاد دې تلپاتۍ وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب