جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکایي سناتور: په بېړه د سرتېرو ایستل به خطرناکې پایلې ولري

امریکایي سناتور: په بېړه د سرتېرو ایستل به خطرناکې پایلې ولري

تاند( چهارشنبه، د حمل ۲۵) له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د بایډن نوې پرېکړې د امریکایي سناتورانو غبرګونونه راپارولي..

امریکايي سناتور او د دغه هېواد د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي مارکو روبیو د بایډن د حکومت نوې پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي همدا چې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي دغه هېواد به یو ځل بیا د خونړیو جګړو پر ډګر بدل شي او په خبره یې افغان حکومت د دې جګړې د مدیریت وړتیا نه لري.

مارکو روبیو ټینګار کړی، چې بې وخته د ټولو امریکایي سرتېرو ویستل او د ټرمپ هوکړو ته غاړه اېښودل به د امریکا او نړۍ لپاره خطرناکې پایلې ولري.

مارکو د بایډن پر اداره غږ کړی،چې په دغه ډول حساسو مسایلو کې له دقت کار واخلي او په بېړه پرېکړه کول به یې د ناورین او خونړیو جګړو سبب شي.

بایډن د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه پوځیان باسي

په ورته مهال ډيلي مېل برېتانوۍ ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې دمګړی د ۷۵۰ په شاوخوا کې برېتانوي پوځیان په کابل کې د افغان ځواکونو په روزنځایونو کې فعالیت کوي او همدا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي نو دغه سرتېري به هم له دغه هېواد وځي.

سرچینه کاږي برېتانوي ځواکونو د خپل ماموریت په موده کې په افغانستان کې خپل ۴۵۴ ملګري له لاسه ورکړي دي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ډېلي مېل وایي که د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کېږي نو ښایي ټول بریتانوي ځواکونه افغانستان پرېږدي،ځکه دوی له ناټو سره د شوې هوکړې پر بنسټ راغلي وو او د همدې هوکړې له مخې به په ګډه له دغه هېواد ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب