جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبایډن د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه پوځیان باسي

بایډن د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه پوځیان باسي

تاند(سې شنبه، د حمل ۲۴) امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر جو بایډن غواړي چې له افغانستانه ټول پوځیان پر امریکا د تروریستي حملې په شلمه کالیزه وباسي.

یوه امریکايي چارواکي نن وویل، بایډن غواړي چې د مې له لومړۍ وروسته، چې د ټرمپ د حکومت او طالبانو د موافقې پر اساس له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه، خپل پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

دغه امریکايي چارواکي، چې هیڅ رسنۍ یې نوم نه دی څرګند کړی، ویلي«موږ افغانستان ته لاړو چې هغو کسانو ته سزا ورکړو چې د سپټمبر په یوولسمه یې پر موږ حمله وکړه او په افغانستان کې د تروریستانو ځالې ویجاړې کړو.»

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور پر اساس، ولسمشر بایډن به له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو نوې نېټه، چې د سپټمبر یوولسمه ده، ژر اعلان کړي.

امریکايي رسنۍ وايي چې بایډن به د ځواکونو د ایستلو نوې پرېکړه سبا (چهارشنبه) اعلان کړي.

د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر پر یوولسمه القاعده شبکې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر اسمانڅکو ودانیو او په واشنګټن کې پر پینتاګون حملې کړې وې چې شاوخوا ۳ زره امریکایان پکې ووژل شول.

این بي سي نیوز وايي چې بایډن د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه د ایستلو پرېکړه د ناټو له غړیو سره هم شریکه کړې ده.

بایډن په وروستیو کې څو ځلې په ضمني ډول وویل چې ښايي د مې تر لومړۍ پورې له افغانستانه خپل پوځیان ونه شي ایستلی.

امریکايي چارواکو اوپراتیفي او تخنیکي ستونزې د ځواکونو د ایستلو د لار خنډ بللې دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې له افغانستانه په ځنډ د ځواکونو د ایستلو پرېکړه لومړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څرګنده کړه.

واشنګټن پوسټ ویلي چې له افغانستانه د پاتې ۲۵۰۰ سرتېرو د ایستلو بهیر به د مې په لومړۍ نېټه پیل شي او د سپټمبر تر یوولسمې پورې به بشپړ شي.

این بي سي نیوز د امریکايي چارواکو په قول ویلي چې امریکا به له افغانستانه د ځواکونو له ایستلو سره سره دا یقیني کړي چې د افغان ښځو بریاوې نه ضایع کېږي او امریکا به په سیمه کې بیا هم پوځي حضور لري چې د تروریستي ګواښ مخه ونیسي او طالبان له خپلو ژمنو وانه وړي.

د استانبول غونډه وځنډول شوه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې کنفرانس به د اپریل له ۲۴ د مې تر ۴ پورې په استانبول کې جوړ شی.

مخکې تاکل شوې وه چې دا کنفرانس د اپریل په ۱۶ دایر شي خو طالبانو وویل چې لا حاضر نه دي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ترکیې خبري رسنیو د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په قول ویلي، وروسته له دې چې طالبانو وویل چې د اپریل په شپاړسمه د استانبول په غونډه کې ګډون نه شي کولی، د دې کنفرانس لپاره پر نوې نېټې غور وشو چې غالباً به د اپریل شپاړسمه وي.

ترکیې تېره میاشت وروسته له دې د افغانستان د سولې د کنفرانس کوربه توب ته تیاري وښوده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ورڅخه د یوې داسې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټېلفوني خبرې کړي دي.

د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلینکن سره یې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې، او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړي دي.

د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی خو طالبانو ویلي چې لا یې پرېکړه نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب