سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد طالبانو شاتګ؛ د ترکیې ناسته ورته لس ورځې وځنډول شوه

د طالبانو شاتګ؛ د ترکیې ناسته ورته لس ورځې وځنډول شوه

تاند ( سې شنبه، د حمل ۲۴ ) ترکي رسنۍ وایي چې د افغانستان سولې په اړه جوړېدونکي غونډه چې ټاکل شوې وه، د اپریل په شپاړسمه په استانبول کې ترسره شي، د اپریل ۲۶ ته ځنډول شوې ده.

د ترکیې خبري رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله نن خبر ورکړ چې دا ناسته لس ورځې ځنډول شوې ده.

د راپورونو له مخې، وروسته له دې چې طالبانو وویل چې د اپریل په شپاړسمه د استانبول په غونډه کې ګډون نه شي کولی، د دې کنفرانس لپاره پر نوې نېټې غور وشو چې غالباً به د اپریل شپاړسمه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ترکیې تېره میاشت د افغانستان د سولې د کنفرانس کوربه توب ته تیاري ښودلې وه چې ورسره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ورځنې د یوې داسې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه او دوی هم ومنله.

ورته مهال د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په اړه ټېلفوني خبرې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې له خپل امریکایي سیال انتوني بلېنکین سره یې نن د افغانستان سولې په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي چې له خپل امریکايي ساري انتوني بلینکن سره یې په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د سولې پر پروسې، او په دې برخه کې په استانبول کې د دایرېدونکي کنفرانس په باب ګټورې خبرې کړي دي.

افغان حکومت ترکیه کې د افغانستان سولې په اړه په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی خو طالبانو ویلي چې دوی لا دې کنفرانس ته نه دي چمتو شوي او په اړه یې مشورې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب