تاند (سه شنبه د حمل ۲۴) ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یې په ترکیه کې د جوړېدونکي کنفرانس په هکله ټلفوني خبرې کړي.
ولسمشر غني نن سه شنبه پر خپل ټویټر لیکلي، په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې پر روان بهیر، په ترکیه کې د افغان سولې په هکله پر جوړېدونکي ناستې او دغه راز د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ټلفوني تماس په هکله بحث او خبرې وشوې.
Today, I spoke with Secretary @ABlinken. We discussed the ongoing peace process, the upcoming peace talks in Turkey, and also spoke about the upcoming phone call with President @JoeBiden.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) April 13, 2021
د ښاغلي غني په خبره چې دا ټلفوني مکالمه نن سه شنبه وشوه.
د افغان چارواکو په وینا چې اوسمهال د ترکیې کنفرانس ته چمتووالی روان دی خو طالبانو پرون په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په دغه ناسته کې د اپریل په ۱۶ ګډون نه شي کولی.
که څه هم د دې کنفرانس د جوړېدا دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ټاکل شوې وه چې د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ د ترکیې په استانبول کې جوړ شي.
ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل ترک سیال سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو د جوړېدونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خبره چې له انتوني بلینکن سره یې ګټورې او رغوونکې ټلفوني خبرې لرلې او پر خپلې اجنډا، د افغان سولې پر بهیر او د افغان سولې په هکله د استانبول پر کنفرانس خبرې شوې دي.