یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد امریکا د کانګرس غړي: پر طالبانو باور نشته، امریکا او ناټو...

د امریکا د کانګرس غړي: پر طالبانو باور نشته، امریکا او ناټو دې افغانستان کې پاتې شي

تاند(سه شنبه، د حمل ۲۴) د امریکا د کانګرس درېیو غړو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ته د افغان سولې او راتلونکې په اړه یو لیک استولی دی.

په یاد لیک کې د امریکا د امنیت په اړه ژورې اندېښتې څرګندې شوې دي.

دې درېیو غړو مایکل ولټز، لیز چیني او سکاټ فرانکلین بلینکن ته په استول شوي لیک کې ویلي چې د ټولې نړۍ په پرتله ډېر ترهګریز سازمانونه د افغانستان او پاکستان پر پوله فعالیت لري، طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې نو په داسې شرایطو کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل به نه یوازې د افغانستان بلکي د امریکا امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي.

په لیک کې دغه راز راغلي چې دوی ولسمشر غني ته د بلینکن لیک هم اندېښمن کړي دي ځکه چې په یاد لیک کې له هغه څخه غوښتنه شوې ده چې له طالبانو سره ګډ انتقالي حکومت جوړ کړي.

په دې لیک ټینګار شوی دی چې طالبان د باور وړ خلک نه دي ځکه چې دغې ډلې د تش په نوم سولې په نامه خبرو پیل سره هم مهاله ترهګرو سره اړیکې ساتلې دي او پر بې ‌ګناه ملکي وګړو، افغانانو او امريکايي ځواکونو یې خپلو بریدونو ته‌ دوام ورکړی دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني له انټوني بلینکن سره په ترکیه کې د جوړېدونکي ناستې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې پر روان بهیر، په ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستې او دغه راز له بایډن سره د ټلفوني تماس په اړه خبرې اترې شوې دي.

اوسمهال د ترکیې ناستې ته چمتووالی روان دی خو طالبانو پرون ویلي وو چې دوی یاده ناسته کې ګډون کولو ته پوره چمتووالی نه لري.

د ویلو ده چې بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم د استانبول کنفرانس په اړه ټلفوني خبرې اترې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب