Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت؛ طالبانو په تېرو ۲۲ ورځو کې ۶۰ ملکیان...

د کورنیو چارو وزارت؛ طالبانو په تېرو ۲۲ ورځو کې ۶۰ ملکیان وژلي

تاند (سه شنبه د حمل ۲۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو د روان ۱۴۰۰ کال حمل میاشتې په لومړیو ۲۲ ورځو کې له ۶۰ ډېر ملکيان وژلي او له ۱۶۴ ډېر نور يې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن سه شنبه پر خپل ټویټر لیکلي، ددغو پیښو په قربانیانو کې چې ښځې او ماشومان هم شامل دي د طالبانو د ماین چاودنو او بریدونو په پایله کې ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ښاغلي ارین په خبره د دوی د معلوماتو په اساس نسبت د تیر کال همدې مودې ته اوس مهال د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، طالبانو په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره د اوربند په پلي کولو سره د ملکي وګړو وژلو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو تر دا اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د یادونې ده چې ولسمشر غني هم د روژې په مناسبت په یوه پیغام کې پر طالبانو غږ کړی دی چې که سولې ته اراده لري؛ نو د روژې میاشتې ته په درناوي دې اوربند وکړي.

ملګرو ملتونو؛ د ترکیې د ناستې په درشل کې ګډون کوونکو ته د افغانستان په اړه ځینې مهم موارد د هوکړې په موخه سپارلي

دغه راز په افغانستان کې یو شمېر بهرنیو بنسټونو هم د روژې په مناسبت په خپلو پیغامونو کې د افغان جګړې له ښکېلو لوریو په ځانګړې توګه له طالبانو غوښتي چې د روژې میاشتې ته په درناوي دې تاوتریخوالی کم کړي او په دې میاشت کې دې د بې ګناه ملکي وګړو، خبریالانو، ښځو او د بشري حقونو د مدافعینو له وژلو لاس واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...