جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمرتضوي: دوهم مقاومت د احمد مسعود د پروګرام نوم دی

مرتضوي: دوهم مقاومت د احمد مسعود د پروګرام نوم دی

تاند (سې شنبه، د وري ۲۴ مه)- د ولسمشر غني یو فرهنګي سلاکار وايي، احتمال لري چې په دایکندي ولایت کې د روښنايي غورځنګ او د یوه سیاسي ګوند لوړپوړي غړي ذوالفقار امید له بهره مرسته ترلاسه کړې وي.

نن او پرون ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې په کې ذوالفقار امید د دوهم مقاومت تر نامه لاندې د لسګونه وسله والو کسانو په منځ کې ولاړ دی.

د ولسمشر یو فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي وايي، ذوالفقار امید د یوه سیاسي ګوند مشر دی او د سیاسي ګوندونو قانوني فعالیت لپاره د وسله والو ګروپونو لازمي بلل شوی دی.

هغه زیاتوي: “دوهم مقاومت د احمد مسعود د پروګرام نوم دی، خلک باید د نورو د اهدافو او مقاصدو وسیله نه ګرځي.”

مرتضوي زیاتوي، خلک د نظام ملاتړي دي او هیڅکله د ناقانونه حرکتونو ملاتړ نه کوي او د وسله والو کسانو په خوا کې په فیسبوکي عکسونو نه عدالت ټینګیږي او نه څوک اتل جوړېږي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني د دوهم مرستیال سرور دانش مطبوعاتي مسئول محمد هدایت بیا پر خپل فیسبوک پاڼه له ذوالفقار امید څخه په عاجزانه توګه غوښتنه کړې چې له داسې اعمالو څخه ډده وکړي.

هدایت وايي: “زه له هغه(ذوالفقار امید) څخه په عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې د روښنايي غورځنګ سیاسي بهیر مشري دې وکړي او له داسې اعمالو ډډه وکړي چې بېچاره او فقیرو خلکو ته زیان رسوي.”

هغه وايي، امید د دایکندي په یوه غرنیزه سیمه کې پټ شوی او امنیتي ځواکو ترې یوه اندازه نظامي تجهیزات، مخابرې او پیسې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو اوونۍ مخکې له زندانه د سرور دانش په ضمانت خوشې شوی نامسئوله وسله وال عبدالغني علیپور د میدان وردګو په بهسودو کې د ملي اردو یوه هیلیکوپټره وویشته چې په کې د پیلوټانو په ګډون ۹ نظاميان ووژل شول.

حکومت هم د علیپور پر ضد د عملیاتو د دوام خبره کوي خو لا تر اوسه د علیپور د ځای ځایګي څرک نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب