جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+آی پې اېل: ممبۍ بایللې لوبه وګټله

آی پې اېل: ممبۍ بایللې لوبه وګټله

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۲۵) د هند د سوداګریزو لیګ پنځمه لوبه د ممبۍ انډينز او کلکتې ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې کلکتې پچه وګټله او ممبۍ ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې وکړې.

سوريا کمار ٥٦ او روهيت شرما ٤٣ منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا انډري رسل  ٥ او پېټ کومېنز ۲ لوبغاړي وسوځول.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې او د ١٠ منډو په توپير يې لوبه بايلوده.

د دوى له خوا نيتيش رانا ٥٧ او شوبمن ګيل ٣٣ منډې وکړې.

د ممبۍ انډينز له لوري راهول چاهار ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول او ټرينټ بولټ بيا ٢ ويکټې واخيستې.

د اى پي اېل شپږمه لوبه نن د اپريل په ١٤مه نېټه د سنرايزر حیدراباد او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

په حیدرآباد لوبډله کې درې افغان لوبغاړي راشد، نبي او مجیب هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب