جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو ځواکونو وتل؛ طالبان د افغانستان په هکله په هېڅ ناسته...

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ طالبان د افغانستان په هکله په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوي

تاند (چهارشنبه د حمل ۲۵) طالبان وايي، ترڅو چې بهرني ځواکونه له هېواد څخه نه وي وتلي، د افغانستان په هکله په هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د سه شنبې په شپه پر خپل ټویټر لیکلي، «اسلامي امارت د اسلام د مقدس دين له مخې خپل کارونه په مشورو سره‌ کوي، د مشورو په نتيجه کې چې کومه پريکړه وشي د هغې له مخې تصميم نيسي.»

د طالبانو له دې اعلان څخه څو ساعته مخکې امریکايي رسنو خبر ورکړ چې ولسمشر جو بایډن غواړي چې له افغانستانه ټول پوځیان پر امریکا د تروریستي حملې په شلمه کالیزه وباسي.

یوه امریکايي چارواکي پرون سه شنبه وویل، بایډن غواړي چې د مې له لومړۍ وروسته، چې د ټرمپ د حکومت او طالبانو د موافقې پر اساس له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه، خپل پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

بایډن د سپټمبر پر یوولسمه له افغانستانه پوځیان باسي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې بهرني ځواکونو د روانې اپریل میاشتې تر پایه له افغانستان څخه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب