جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: د پوهنې وزارت چارواکي ناغیړي کوي

ولسي جرګه: د پوهنې وزارت چارواکي ناغیړي کوي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) د پوهنې وزارت پر کمکاریو نیوکې ډېرې شوې دي.

په وروستیو کې په رسنیو کې په ښوونځیو کې د ښوونکو او کتابونو د کمښت په اړه راپورونه خپرېږي چې په دوام یې نن د ولسي جرګې ګڼو غړو هم پوهنې وزارت کې پر اوسني وضعیت نیوکې وکړې.

د ولسي جرګې غړي وایي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ښوونځي د کتابونو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي او د پوهنې وزارت نه دی بریالی شوی چې دغه ستونزه حل کړي.

د ولسي جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال وویل چې د افغانستان د راتلونکې لپاره تر ټولو مهمه برخه ښوونځی او زده کړې دي خو د پوهنې وزارت او په مجموع کې افغان حکومت په دې تړاو بې پروا دی او د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ راز اقدام نه دی کړی.

نوموړي د پوهنې وزارت چارواکي په کمکارۍ تورن کړل او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت دې ژر تر ژره د پوهنې په برخه کې د روان ناورین مخنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې ګڼ زده کوونکي د ښوونځیو د سر پناه او د کتابونو د نه شتون له امله سر ټکوي.

پوهنې وزارت څو څو ځله ژمنې کړې چې د ښوونځیو ستونزې حلوي خو لا هم د هیواد په ډېری ولایتونو او ولسوالیو کې دا ستونزې په خپل حال پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب