چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحامد کرزی: د جګړې ښکېلې خواوې دې افغان وژنه ودروي

حامد کرزی: د جګړې ښکېلې خواوې دې افغان وژنه ودروي

تاند(چهارشنبه، د حمل ۲۵) پخواني ولسمشر حامد کرزي په فراه ولایت کې د تېرې ورځې ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندلی او په خبره یې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او هغه یې د بشر ضد جنایت بللی دی.

د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا دلته روانه جګړه د پردیو د ګټو جګړه بلل شوې ده او پر دواړو افغاني لورو غږ شوی دی چې د پردیو د ګټو لپاره دې خپل افغانان نه وژني او د جګړې پر ځای دې ژر تر ژره د سولې پروسه چټکه کړي.

حامد کرزي ټینګار کړی چې روانه جګړه یوازې د افغانانو د تباهۍ جګړه ده چې ګټه یې ددې هېواد او ملت سرسخته دښمنانو ته رسېږي.

تېره ورځ ناوخته په فراه ولایت کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د روژې د مبارکۍ میاشتې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او دغې مبارکې میاشتې ته په درناوي دې تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، ټولو افغانانو ته په کار ده چې په ګډه په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي څو دا جګړه ځپلی هېواد تلپاتې او عادلانه سولې ته ورسېږي.

عبدالله یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د افغانانو برحقه غوښتنه ومني او سولې ته د ریښتینې ارادې څرګندولو په موخه دې په روژه میاشت کې اوربند وکړي.

د ویلو ده چې ولسمشر غني هم له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده خو طالبانو بیا په وار وار د افغان چارواکو دا غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه به د مېز پر سر خبرې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب