پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

(4)

په افغانستان کې د سرلارو وژل،

فرهنګي که ایډيالوژيکي ریښه

په دې اړه چې څوک سرلاری (نخبه) بللی شو، اتفاق نشته خو د دې کلمې تعریف داسې شوی دی: د ټولنې لږ شمېر کسان چې د ځواک، پوهې، شهرت، او نورو عاملونو په وجه ډېر نفوذ او اغېزه لري. (۱)

که پر طبقاتو د ټولنې په وېش باورمن وو که نه وو، په دې کې شک نشته چې ځینې وګړي خاص مقام، نفوذ او اغېزه لري. دا هغه څه دي چې د ټولنې ټول خلک یې نه لري او د وګړو همدا کسان سرلاری یا نخبه بللی شو. سرلاری خامخا مثبته معنا نه لري چې یوازې د ټولنې ښه خلک راونغاړي، بلکې هم ښه وګړي په کې دي او هم بد، ځکه چې هم ښه او هم بد اغېزناک خلک شته. خو په ټوله کې دا کلمه په مثبته معنا کارول کېږي او هغه کسان سرلاري بلل کېږي چې تر عامو خلکو د زیاتې پوهې او بصیرت په وجه ترې تمه کېږي چې خپله ټولنه د ښو بدلونونو پر لاره سمه کړي. په دې لیکنه کې، له دې تعریف سره سم، مطلب فکري او فرهنګي سرلاري دي، نه ټول هغه کسان چې سرلاري بلل کېږي یا ګڼل کېږي او ځینې یې له روان وضعیت څخه ګټه اخلي او د غځېدو هڅه یې کوي. روان وضعیت یعنې همدغه نامطلوب وضعیت. په دې لیکنه کې دا پوښتنه راسپړل کېږي چې په افغانستان کې د فکري سرلارو وژل د کوم عامل زېږنده دي، د فرهنګ که د ایډیالوژي.

د فرهنګ لاس ځکه په کې دی چې دا پدیده ټولنیزه ده او پېژندنه یې ټولنپوهنیز اړخ لري. څوک چې سرلاري دي، له یوه مخه تر متعارف حد پورته درک او لید لري او همدا وجه وي چې دوی اغلباً تر نورو خلکو د پېښو متفاوت درک لري. کله چې څوک متفاوت نظر وړاندې کوي، په تېره بیا د عمومي حوزې په مسایلو کې، نو عادتاً له مخالفت سره مخ کېږي یا لږ تر لږه په لومړي سر کې چندان هرکلی یې نه کېږي. خو د متفاوتو نظرونو درلودونکو سرلارو سره د ټولنو چلند، په هر ځای کې او هر وخت یو شان نه وي. ځینې ټولنې ورسره لاره وړي او حساسیت نه ورسره کوي، ان دا چې د نویو او متفاوتو لیدلوریو هرکلی کوي او داسې سرلاري ستايي، حال دا چې په ځینو نورو ټولنو کې دا کار انحراف، بې لارېتوب، او ان ارتداد ګڼل کېږي او داسې سرلاري له مخالفت او مجازاتو سره مخ کېږي [دا خبره په ډېرو برخو کې شته. همدا تېر کال، ډاکټر محمد صادق فطرت ناشناس د پټې خزانې په اړه د متفاوت نظر په وجه دومره ورټل شو او دومره سپکې سپورې ورته وویل شوې چې تر تکفیر کم نه وو. ژباړن]

کله چې له فکري سرلارو سره مخالفت د هغوی تر قتله پورې ورسېږي او دا بهیر د څو کلونو یا څو لسیزو په مخه مداوم روان وي، نو له داسې ښکارندې سره به مخ یو چې د سرلارو وژنه بلل کېږي. دغه ښکارنده ټولنې ته سخت زیانونه اړولي دي او نه پرېږدي چې ټولنه له دې اوسني وضعیت څخه راوځي. د سرلارو وژنه دوې معناوې لري: یوه دا چې په تور، بهتان او ناروا خبرو سره د خلکو په ذهنونو کې د سرلارو کسانو تصویر داسې بدرنګه کوي چې که په فیزیکي لحاظ ژوندي هم وي، د ټولنې په ذهن کې وژل شوی وي. دوهمه معنا یې د سرلارو فیزیکي قتل دی. دا قتل کېدای شي حاکمان وکړي، کېدای شي ګوندونه او ډلې او یا عام خلک. دلته به د سرلارو د وژنې همدا دوهمه معنا راوسپړو.

قرآن مجید د پیغمبر د زمانې پر بني اسراییلو نیوکه کوي چې نیکونو یې پیغمبروژنې ته مخه کړې وه او دا چاره په دوی کې په دوامداره دود اوښتې وه او هماغه وه چې دوی د اسلام له پیغمبر سره هم مخالفت کاوه. “أ فکلما جاءکم رسول بما لاتهوی أنفسکم استکبرتم ففریقا کذبتم و فریقا تقتلون” (2) (نو هر کله چې یوه پیغمبر داسې څه راته راوړل چې ستاسو د خوښې نه وو، تاسو ولې کبر وکړ، یوه ډله مو دروغجنه وبلله او بله ډله مو ووژله.) دا سمه ده چې د ټولنې ټول سرلاري پیغمبران نه دي، خو ټول پیغمبران سرلاري وو او د پیغمبرانو او هغو فکري سرلارو په چارو کې – چې د خپلو خلکو د ژغورلو رسالت لري – هر وخت ورته والی وي. دغه ورته والی هم په دې کې دی چې دواړه له باب شویو ذهني کلیشو او قالبي فکرونو ور اوړي او هم په دې کې چې دواړه د لا بهتره وضعیت خوا ته د خپلې ټولنې د بیولو هڅه کوي. پر دې سربېره، د دواړو په کار کې د مسلطو فکري جوړښتونو نقدول او له ټینګو دودونو سره مقابله وینو چې دغه دودونه پر خلکو باندې د یوې خاصې ډلې یا طبقې د ولکې او واکمنۍ وسیله وي. دا هغه جوړښتونه دي چې هر وخت یې خپل اورني ساتندویان لرلي دي، هغه که په پخوانیو وختونو کې د معبدونو د کاهنانو په جامه کې وو، که نن سبا د جګړه‌مارو بنسټپالو په رنګ کې.

د افغانستان ټولنه د هرې جنګ ځپلې ټولنې غوندې، د سرلارو د وژنې پدیده تجربه کړې ده. د دې ښکارندې پیل تر جګړو څو کاله مخکې شوی و، هاغه مهال چې د دودپالو او مدرنیتې دوو سره دښمنو ایډیالوژیو تر منځ دښمني میداني شوه او د یو بل په مقابل کې یې جبهې جوړې کړې. یوه چپي ایډیالوژي وه، هغه که د مائوتسه مفکورو ته لېواله چپي ایډیالوژي وه، که د لینین او ستالین د مفکورو د لارویانو. بله یې مذهبي ایډیالوژي وه چې عمدتاً اخوان المسلمین او جماعت اسلامي پاکستان ته لېواله وه. د دې دوو بهیرونو تر منځ تقابل له هماغه پیل څخه د سختې دښمنۍ او سیالۍ بڼه لرله. البته د ملتپالو ډله هم وه چې خپل سرلاري یې لرل. دواړه ایډیالوژیک بهیرونه د هېواد له حاکم سیاسي نظام سره مخالف وو او غوښتل یې چې را ویې پرځوي او پر ځای یې د خپلې خوښې نظام رامنځته کړي چې د دوی ایډيالوژي حاکمه کړي، خو دغو بهیرونو سره له دې چې ګډ دښمن یې درلوده، خو په خپلو کې دومره سره وران وو چې د یو بل له ختمولو پرته په بل شي نه راضي کېدل. په دې رقابت او دښمنۍ یوه وسله د مقابل لوري د سروالو قتل او ټرور و. په حقیقت کې د فکري بهیرونو سروال، که په هره مفکوره وو، وو به، خو د خپل وخت د ټولنې فکري سرلاري وو.

هغوی هڅه کړې وه چې څومره کېدای شول، د خپلې زمانې له فکري بدلونونو سره ځان آشنا کړي، د نړۍ د آزادۍ او خپلواکۍ په بهیرونو ځان خبر کړي، د خپلې ټولنې شرایط تحلیل کړي – البته دا تحلیل به یې په ناکاره ایډيالوژیکي ابزارو کاوه – او د خپلې ټولنې لپاره نوې طرحه جوړه کړي، داسې طرحه چې د دوی په باور د ټولنې ستونزې پرې حل کېدې، د پرمختګ لاره خلاصېده او بهتره سبا به یې جوړوله. نن سبا چې په سیمه او نړۍ کې د لویو بدلونونو په وجه، د ایډیالوژيو بازار سوړ شوی دی، د هغوی پر مفکورو او پوهې ډېرې نیوکې کولی شو، خو له دې خبرې انکار نه شو کولی چې هغوی په هغو شرایطو کې د ټولنې سرلاري وو.

که په دې بهیرونو کې د ځینو یوازینی مهارت دا و چې سیاسي فعالیتونه تنظیم کاندي، خو ځینې نور کسان هم په کې وو چې مطالعه به یې کوله او کتابونه به یې لوستل. دوی په دې لټه کې وو چې لا لویو تیوریو ته ورسېږي او د خپلې پوهې په زیاتولو سره، سیاسي فعالیتونه په بهتر لوري برابر کړي او د یوه مطلوب بدلانه لاره هواره کړي.

په دې منځ کې څه چې ډېر مهم دي، هغه د تفکر د لارې په پېچومو پوهېدل دي. آزادې او خپلواکې مفکورې ته رسېدل ډېر ستونزمن دي. د واقعي سرلارو تر ټولو مهمه ځانګړنه همدا ده چې مستقله مفکوره لري او له دې پرته که څوک سرلاری وي، هغه به کاذب او د درواغو سرلاری وي. هر څوک چې له مختلفو فکري حوزو سره ځان آشنا کړي او بیا پخپله خپل فکرونه په منطقي ډول تنظیم کړي او بالاخره د سیاسي بهیرونو لپاره فکر او تیوري تولید کړي، هغه به ډېره اوږده، ستونزمنه، او له پیچومو ډکه لاره وهلې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب