جمعه, اپریل 26, 2024
Home+روژه بیا را روانه ده

روژه بیا را روانه ده

څلرویشت مړځان (کرکان)، شل ډالره. د وري د ورنونو، برا براکټ شوې ټوټې، پاو په درې نیم ډالره. بې اغزو (ماهي ماهي ډوله) کبان، پاو په اوه نیم ډالره. جمله شد دوه سوه دېرش ډالره.

دا مې د پاړسکو د حلال مارکېټ نه راوړل چې د ګران پلورلو له حرصه سره سپي کلوي. مجبوریت خو دې ته وايی. دا یوه هفته مې هره شپه د سپوږمۍ له ډنګرېدو سره وازده ویلي کېږي. پرون شپه مازې د یوې هندواڼې د نرۍ ترازې کدر وه، نن او سبا شپه به یې هم په شواخون ولېدلی شم، بیا یوه شپه ډوبه وي، چې بیا یې د دوربین په زور وینم، د ناوې تر وروځو هم نرۍ وي، زموږ د شوګیرو میا شت، روژه، به را دبره شوې وي.

د پاکستان پنجاپي مولانا ګانو، میاشت، د حکومت په هلیکوپترو سپاره لټوله.کدو سرو فکر کاوه چې که هر څومره جګ لاړ شو، میاشت روڼه ښکاري، حکومت هم خوشاله و چې مولاناګان راضي شول. دلته زما زوی یو داسې تلسکوپ راته لګولی چې که ټول کاینات نه وي نو د ګوهر صیب /ستور ټلیز/ د آسمان کټ، د بوډۍ څرخه او د قطب ستوری خو صفا کتلی شي، هماغه به ورسیخ کړم. خو چې په هر اړخ یې اړوې را اړوې رغېدن ترې نشته، ضرور رانازلېږي.

روژه بېشکه چې د برکاتو میاشت ده، د طالبجان خبره د جنت په اوبو د روح د پرېولو سیزن دی. بې هغې یې هم نیول حتمیت لري. پېښور کې مې مولوي صیب خالص یاد شي چې د یوې زړې بوډۍ ستړې مشۍ ته راغلی و. هغه د یو زوی سره پېښور ته رامهاجره شوې وه، دلته بیا د پېښور د اوړي په اهاړ کې په روژې اوښتې وه. له مولوي صیب نه یې، چې خپل خوګیاڼیوال یې و، فتوا یې بولې که مرسته غوښته چې کومه مساله ورته راوباسي چې که نور څه نه وي د اوبو څښلو شرعي حیله ورته برابره شي یا یې بالکله معاف کړي. بوډۍ د ننګرهار له کودیخېلو راغلې وه چې هلته هوا، د هغې په ژبه، د جنت هوا ده. مولوي صیب ورته وویل، ترورې، دا پاس پېژنې چې څه دي؟ هغې وویل، بېشکه چې آسمان دی. دا کوز مځکه ده. نو مو لیصیب وویل، چې دا پېژنې نو د اوبو خبره مه کوه. مسلمان که مري که چوي، خامخا به یې نیسي او که څوک په کنډول کې تاته اوبه راوړي نو هغه هم ګناهګاریږي.

هغه بوډۍ بیا همالته، په همدې روژه کې مړه شوه، مولویصیب یې جنازې ته ورغی، د دغې پېښې یادونه یې هم وکړه.د هغې د اجرونو او ثوابو نو ذکر یې هم وکړ. موږ ټول ورته د پېښور په غرمو کې مدهوش ولاړ وو.

نو لکه په سر کې مې چې وویل، موږ ورته تابیه نیولې ده، حتی ان چې د عربو له دوکان نه مو بې زړي خرما هم اخیستې، لا د وخته مې په خپل لاس قسم قسم آچارونه اچولي، په ګړوکو (مرتبانو) کې ایسار کړي، سرونه د کلي د اجاڼیو په شان په زړوکو تړلي، تیاره کې ایښي دي. دوه اسلامي جنترۍ مې پخلنځي او د خوب خونه کې ځړولي. سږکال یې حساب آسانه دي، ځکه چې د عیسوي میاشتې، د آګست لومړۍ ورځ غالبا د روژې اوله هم ده. د نن ورځې د پرمختګ له برکته مې یوه داسې ګړۍ هم اخیستې چې پنځه وخته درته آذان غږوي. جنتري کې هم وخت معلوم دی خو هلته د /عشا، سحور، مغرب، فجر توري راغلي چې کور والا پرې نه پوهېږي. بس نو یو آس نشته، درې نعله. نشالا چې په ښه طریقه به یې وشرنګوو.

دا به که خیروي، وشي، خو زه د خوشال بابا مرید یم چې په هر یوه محفل کې عیش عشرت هم غواړم. روژه د خدای نازولې میاشت ده، پاړسک شاعر څه ښه ویلي چې، باخدا مدهوش باش و با محمد هوشیار. ډېرې خوندورې روژې مې وطن کې تېرې کړي چې خاطرې یې د امریکا عیشونه شرموي. چې دا روژه به څه خاطره پرېږدي خو د و طن د روژو خوند به ورکې نه وي. یو خو روژه ماتي دلته بل منګې لګېږي. نه د کورنۍ ګڼه ګونه شته، نه د ماشومانو بېتابي. نه د ملا آذان، نه د توپ غږ ته غوږونه څک. نه پېشلمي ته د ماشومانو په شوق راویښېدل.

 اوس یې پېشلمی بله ناغیړي ده، چې نه یې زه کوم نه مې کور والا. ماښام مهال لکه غبرګ کونګان ناست یو، د شونډو لاندې اوراد وایو، د ساغت ټک ټک ته غوږ یو چې کله به د عربي خطیب په آذان بدلېږي. دا غږ هغه د وطن د ملا د آذان احساسات نه پاروی. کلي کې موږ پوهېدو چې آذان والا هم ورځ په نهره تېره کړې، نو یې غږ زموږ د زړونو په سور او تال برابر و، درسته ورځ یې شونډکۍ سپېرې وې لکه زموږ. د روژی په وروستی ماښام یې آذان شرنګولی کاوه، ګویا موږ ته یې د اختر زېری راکاوه.

اوس دوه د انې خرماوې په دوو قابونو کې ایښي، نه د چرګ غږ، نه د مارغانو ماښامي ښکالو، نه له بهره د کوم کلیوال غږ چې غوا یا بیهاڼ ور بولي، نه د سپی غپا. بس سړه سنا وي. ورځ هم داسې تېرېږي لکه ډاکټر چې ډایټ (د خوراک رژیم) راته فرمایلی وي. نه لوږه نه تنده. پخلی، سلاته باب او ترشیانې تیار په مېز اوڼل شوي، ننګولی چې تر لمانځه وروسته یې وار دی. تیار قابونو کې، د مایکرو وېف داش تر څنګ ایښي، درې دقیقې تیار پروګرام شوي چې تر لمانځه دمخه به یې تڼۍ کښېکاږل شي. لنډه دا چې خدای راوستې، موږ یې ګالو.

که نه وي دلته خو نه د ګرمۍ تنګسه شته، نه د خوراک، نه د کوم عزیز د مرګ یا ناجوړۍ خبر راځي، که راشی هم میاشت نیمه پرې تېره وي.زموږ روژه دې خدای قبوله کړي خو ما ته لکه د امریکا زیاتره شیان دا هم کمپیوټري او انټرنېټي ښکاري./ریالټی/ یا واقعیت نه دی بلکه/وېرچو وال/ ریالیڼي/ د واقعیت سراب یا بوړبکۍ ده.

  نور به څه وایم، دا لا څه چې د اختر شپه به هم لکه دوه کونګان همداسې پردي ځنګل کې تېروو، طالبجان دې خپل عیش عشرت کا.  دا سیزن دې پر ده او ټولو روژه تیانو بختور شی.


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی ځل د ۲۰۱۱ م کال د جولای په ۲۹ خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب