Homeروغتیاالکول ولې پر ځینو کسانو ژر تاثیر کوي؟

الکول ولې پر ځینو کسانو ژر تاثیر کوي؟

تاند- امریکايی ساینس پوهان وايي چې دوی هغه جین پېژندلي چې په انسانانو کې د شرابو اغېز ښيي یعني ولې الکول پر ځینو انسانانو ژر تاثیر کوي خو بر ځینو یې نه کوي.

د څېړونکو په وینا په سلو کې له لسو تر شلو پوري خلکو کې هغه جین شته چې الکول پرې اغېز نه کوي.

د دې تحقیق له مخې، هغه کسان چې ژر نشه کېږي ، په الکولو د هغوی د اعتیاد امکان کم دی.

همدا وجه ده چې ښځې ژر نشه کېږي خو د شرابو یا الکولو معتادانې په نړۍ کې خورا لږې دي.

د امریکا په نارت کارولینا پوهنتون کې د دې څېړنې مشرپروفیسرکرک وايي :«هغه جین چې مو پېژندلی دی ، له هغه داسي څرګندېږي چې الکول د انسان پرمازغو څه اغېز شیندلی شي.»

په څېړنه کې مالومه شوې چې الکول تر ډېره حده ځیګرته ځي، خوله دې سره سره په مازغو یا دماغ کې پر(CYP2E1 ) نومي جین اغېز شیندي.

څېړنه ښيي هغه کسان چې ژر نشه کېږي ، له هغوی سره په دې کار کې (CYP2E1 ) جین مرسته کوي.

په دې څېړنه کې دوو سو محصلانو برخه اخیستې وه.

په لوېدیځ کې ګڼې څېړنې ښيي چې الکوال د سرطان په شان د ګڼو ناروغیو سرچینه ده. خو څرنګه چې په الکولو کې اقتصادي ګټه ډېره ده لوېدیځ هیوادونه د سګرېټو په شان له الکولو سره مبارزه نه کوي.

د لوېدیځو هیوادونو حکومتونه له الکول جوړوونکو کمپینو او دغه راز د الکولو له پلورونکو او استعمالوونکو څخه د کال څو تریلیون ډالره مالیه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...