جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهامریکا؛ د مې تر لومړۍ نېټې د ټولو امریکایي ځواکونو وتل ستونزمن...

امریکا؛ د مې تر لومړۍ نېټې د ټولو امریکایي ځواکونو وتل ستونزمن دی

تاند ( دوشنبه،د حمل ۲۳) امریکا یوځل بیا ویلي، چې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل ستونزمن کار دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع ته په اشارې ویلي، ولسمشر جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو ته ژمن دی.

هغه د امریکا له «ان بي سي» ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي:  جو بایډن د افغانستان د جګړې ختمولو او کورونو ته د امریکايي پوځیانو ستنولو ته ژمن دی .»

بلېنکن وایي، امریکا تر وروستي حده هڅه کوي،څو افغانستان یو ځل بیا د ترورېزم په خوندي ځاله بدل نه شي،په ځانګړي ډول هغه تروریزم چې امریکا په نښه کوي.

د یادونې ده، چې په تېر ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې ټول امریکایي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووځي، خو اوسني ولسمشر جو بایډن ویلي، د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل سخت کار دی.

بلېنکن زیاتوي، دا نه د افغانستان د حکومت، نه طالبانو او نه هم خلکو په ګټه ده، چې افغانستان بېرته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي وو چې په روانه اونۍ کې بروکسل ته ځي او د مهمو مسایلو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

سرچینو ویلي وو چې له بلېنکن سره به د امریکا د دفاع وزیر هم په دې سفر کې ملتیا کوي او تر ډېره به د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او راتلونکو اقداماتو خبرې کېږي.

بلینکن داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ناټو غړي هېوادونه په دوو غونډو کې د افغانستان په اړه په پرېکړه کولو نه دي بریالي شوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو غونډو کې دلته د سرتېرو د حضور یا وتلو په اړه یوې پرېکړې ته د رسېدو هڅه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب