سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: حکومت باید د روژې په پار د خوراکي توکو بیې...

ولسي جرګه: حکومت باید د روژې په پار د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲۳) د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، حکومت باید د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د خوراکي توکو بیې کنټرول او د لوړېدو مخه یې ونیسي.

د ولسي جرګې غړي وایي، هرکال د روژې په را رسېدو د خوراکي توکو بیې لوړېږي اوخلک له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

دوی زیاتوي هیله لري، چې حکومت به سږکال د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

ولسي جرګه داسې مهال د بیو پر کنټرول ټینګار کوي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې عام خلک اوس هم د بیو له لوړوالي شکایتونه لري.

د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وایي، د روژې په را رسېدو یوځل بیا د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او حکومت باید د بیو د لوړېدو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی احمدګل وایي، په نورو هېوادونو کې د ځانګړو ورځو په مناسبت بیې ټيټېږي خو په افغانستان کې بیا برعکس بیې لوړېږي.

نوموړي وایي، افغان ولس په هره برخه کې ځپل شوی او هیله ده چارواکي په مرکز او ولایتونو کې بيې کنټرول کړي.

کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، کندهار، خوست، پکتیکا، زابل، مزار، پکتیا او لوګر هغه ولایتونه دي، چې اوسېدونکو یې تاند وېب پاڼې ته د بیو له لوړوالي شکایتونه کړي دي.

1 COMMENT

  1. دا د ټول ولس مسولیت دی چې له خپلو همنوعانو سره مرسته وکړي . د روژې د مبارکې میاشتې فضیلیت همدا دی چې مونږ د نورو له حاله خبر شو. هغوی چې مرستې ته اړ دی باید لاسنیوی یې وکړو او پدې مبارکه میاشت کې د روژې نیولو ترڅنګ نور ثوابونه او اجرونه حاصل کړو.
    د حج او اوقافو وزارت ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او آزادې رسنۍ باید داسې پروګرامونه جوړ کړې چې زمونږ بډایه خلک دې ته وهڅوي ترڅو له بېوزلو هېوادوالو سره مرسته وکړي . دکانداران دې د غذایی موادو نرخونه نه لوړوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب