دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهارګ وايي، روانه اوونۍ به ۲۹ پروژې بشپړې شي

ارګ وايي، روانه اوونۍ به ۲۹ پروژې بشپړې شي

تاند (دوشنبه د حمل ۲۳) د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په روانه یوه اوونۍ کې به د ۳۳۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۹ ټولګټې پروژې بشپړې او افتتاح شي.

ارګ نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژې د ټولګټو چارو وزرات، کابل ښاروالۍ او د پایتخت زون د پراختیا ادارې اړوند دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ټولګټو چارو وزارت درې پروژو کې ۳۶۶ کیلومتره سړک، ۸۴۰ پلچکونه او دوه پلونه شامل دي، چې روانه اوونۍ به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د ښاروالۍ اړوند درې پروژو کې بیا ۸ کیلومتره سړک، ۳ پلونه او درې پلې لارې شاملې دي.

همدارنګه د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې اړوند بیا د ۱۸ کیلومتره سړک په تېږو پوښلو، ۴۵۰ متره کانال، صنعي پارک جوړلو او څو نورې پروژې به هم بشپړې او افتتحاح شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، په دغه ټولو ۲۹ پروژو ۲۶.۴ میلیارده افغانۍ چې ۳۳۰ میلیون امریکايي ډالر کېږي لګول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب