جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې خبرو په دوام؛ ډاکټر عبدالله له دیبورا لاینز سره...

د افغان سولې خبرو په دوام؛ ډاکټر عبدالله له دیبورا لاینز سره لیدلي

تاند(دوشنبه، د حمل ۲۳) ملګرو ملتونو او د ملي مصالحې عالي شورا د افغان حکومت د سولې پر طرحه او د استانبول پر غونډه خبرې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل کار په دفتر کې د یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو د سولې په برخه کې پر وروستیو بدلونونو، پرمختګونو او د استانبول کنفرانس لپاره پر تیاریو او د سولې لپاره د افغان حکومت پر طرحه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر، افغان دولت او طالب پلاوي ته د ګډو اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده‌ییز لیک سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي.

په یاد متن کې راغلي چې افغانان له څو لسیزو جګړو ستړي شوي دي او دوی ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې پرمختګ ته ژمن دي.

په دغه نهه ماده‌ییز لیک کې ډېر مهم موضوعات راخیستل شوي دي خو سراسري او تلپاتې اوربند، انتقالي حکومت او د همدې حکومت له لارې ټول شموله دولت ته زمینه برابرول، د بشري حقونو درناوی، د تېرو لاسته راوړنو ساتنه، له نړیوالو، ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتل د دغه متن مهم ټکي دي.

د یاد لیک په یوه ماده کې راغلي چې اسلام مقدس دین چې د افغانستان رسمي دین او د افغانانو د یووالي منبع ده، سیاسي مشارکت به د همدې دین په رڼا کې ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب