دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکندهارکې ماین چاودنو ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهارکې ماین چاودنو ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲۳) امنیتي سرچینې وایي، تېره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ اړوند ژوندو هدیره او بابرو سیمه کې پر یوه زرنج او موټر سایکل ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنې کړي او شپږ ملکیان یې وژلي.

بل لورته بیا د کندهار د عامې روغتیا روغتون مسوولان وايي، د یادې ولسوالۍ د ناګهان، خالېشک او منارې کلیو څخه شپږ ملکیان د ماین چاودنو له امله په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.

امنیتي مسوولین له عامو خلکو غواړي، چي د دوی له اجازې پرته خپلو سیمو ته د بېرته ورګرځېدو هڅه ونه کړي.

دوی وایي په ګڼو سیمو کې له جګړو وروسته د دولت مخالفینو په کلیو، کورونو او باغونو کې ماینونه خښ کړي او اوس هم پاتې دي.

د یادونې ده، چې ارغنداب ولسوالي پنځه ورځې وړاندې  افغان ځواکونو له طالبانو څخه پاکه اعلان کړه.

چارواکي وایي، د طالبانو د ایښودل شویو ماینونو د شنډولو عملیات اوس هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب