Home+آی پي اېل: کلکتې د حیدر اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

آی پي اېل: کلکتې د حیدر اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

تاند ( دوشنبه، د حمل۲۳) د هند سوداګریز لیګ په ۳مه لوبه کې سنرایزر حېدراباد لوبډلې له کلکتې ماتې ومنله.

په دې لوبه کې سنرایزر پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې.

کلکتې لپاره نتېش رانا ۸۰ او راهول تریپاټي ۵۳ منډې جوړې کړې.

سنرایزر لپاره بیا افغان لوبغاړو ښه توپ اچونه وکړه ،راشد خان او نبي ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د سنرایزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې او د ۱۰ منډو په توپیر يې ماتې وخوړه.

د حېدراباد لپاره منیش پانډی ۶۱ ناسوځېدلې، جوني بیریسټو ۵۵، عبدالصمد ۱۹ ناسوځېدلې او محمد نبي ۱۴ منډې وکړې.

نن د اپریل په ۱۲مه نېټه به په څلورمه لوبه کې راجستان رایلز او پنجاب کنګز لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...