Homeخبرونهامریکا د افغانستان په اړه د ناټو له غړیو هېوادونو سره خبرې...

امریکا د افغانستان په اړه د ناټو له غړیو هېوادونو سره خبرې کوي

تاند ( دوشنبه، د حمل ۲۲) امریکا د افغانستان په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره مشوره کوي

راپورونو وایي، امریکا د افغانستان د وضعیت او راتلونکو اقداماتو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په روانه اونۍ کې بروکسل ته ځي او د مهمو مسایلو په اړه د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له نوموړي سره به د امریکا ددفاع وزیر هم په دې سفر کې ملتیا کوي او تر ډېره به د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او راتلونکو اقداماتو خبرې کېږي.

ددې تر څنګ ټاکل شوې چې بلینکن د ناټو له غړو هېوادونو سره د ایران او اوکراین په اړه هم خبرې وکړي.

بلینکن داسې مهال بروکسل ته ځي چې د ناټو غړي هېوادونه په دوو غونډو کې د افغانستان په اړه په پرېکړه کولو نه دي بریالي شوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو غونډو کې دلته د سرتېرو د حضور یا وتلو په اړه یوې پرېکړې ته د رسېدو کوښښ وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح روانه اوونۍ د ترکیې د غونډې د پیل خبر ورکړ.

د ترکیې غونډه چې د افغانستان د برخلیک ټاکوونکي ګڼل کیږي د افغان حکومت تر څنګ پکې طالب استازي هم ګډون کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...