تاند ( جمعه، د حمل ۲۰) تازه څېړنې وایي، هر هغه څوک چې د هګیو ډېر ژېړ خوړل عادت وګرځوي نو ډېر خوراک به یې د دغه کس د شریانونو د بندېدو لامل شي.
په کاناډا کې یوه تازه څېړنه، چې برېټانوۍ “انډپنډنټ” ورځپاڼې خپره کړې، وايي، هرڅومره چې د هګۍ ژېړ ډېر وخوړل شي، هومره ورسره د وینې شریانونو ته زیان اوړي.
څېړونکي وايي، د هګۍ ډېر ژېړ خوړل هغه ماده پیاوړې کوي چې د وینې د شریانونو د بندښت لامل ګرځي.
دوی زیاتوي چې په دې سره په رګونو کې د وینې تګ راتګ ټکنی کېږي چې دا کار د زړه د درېدو سبب هم کېدای شي.
څېړونکي وايي، دغه څېړنه یې پر شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو تر سره کړې ده.
د څېړنې پایلو ښودلې چې د وینې رګ بندوونکې ماده د عمر په زیاتېدو وده کوي، په تېره بیا کله چې سړی څلوېښت کلنۍ ته ورسېږي.
دوی وايي، دا کټ مټ هماغه عمر دی چې پر سګرېټ څکوونکي سړي د سګرېټو د ناوړه اغېزې څرګند څرک پیلېږي.
په دې څېړنه کې څېړونکو ویلي، چې د هګۍ ژېړ د سګرېټو د اغېز له درېیمې برخې سره مساوي دی.
ډاکټران وایي، د دې لپاره چې په لوی عمر کې د زړه پر ناروغۍ اخته نه شۍ نو ښه ده چې د هګۍ د ژېړو په خوراک کې انډول په پام کې ونیسئ.