Homeخبرونهد افغان سوداګرو چینايي مالونه د غلام خان بندر له لارې خوست...

د افغان سوداګرو چینايي مالونه د غلام خان بندر له لارې خوست ته را ورسیدل

تاند (جمعه د حمل ۲۱) د لومړي ځل لپاره د افغان سوداګرو چینايي مالونه د غلام خان له لارې ترانزیټ او خوست ته را ورسیدل.

د خوست ولایت مطبوعاتي دفتر نن جمعه ددې ولایت د ګمرک د رئیس محمد حکیم سرتېر له قوله ویلي چې نن د لومړي ځل لپاره د چین هېواد څخه د کراچۍ بندر له لارې ترانزيټ مالونه د غلام خان له لارې خوست ته را ورسیدل.

د ښاغلي سرتېر په خبره چې د غلام خان بندر لاره د ترانزيټ لپاره تر ټولو لنډه، ګټوره او اقتصادي لاره ده او د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ به مثبته اغېزه ولري.

سرتېر زیاته کړه، «ددې لارې ترانزیټ د جلالتمآب ولسمشر له لمړیتوبونو، د دواړو خواوو د تجارانو او ولسونو غوښتنه وه، چې خوشبختانه د ترانزیټي مالونو لپاره دا لاره خلاصه او عملا پرې ترانزيټ ترسره کیږي.»

د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د غلام خان بندر له لارې د افغانستان باروړونکو موټرو ته تر ميرانشاه پورې د تللو اجازه ورکړل شوه.

د خوست د والي ویاند طالب منګل په خبره چې پر سوداګريزو مالونو بار يو شمېر موټر د غلام خان بندر له لارې ميرانشاه ته اوښتي‌ او هلته ځايي حکومتي چارواکو ورته د هرکلي ځانګړي مراسم نيولي وو.

باید وویل شي چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د سخت دريځو پرضد نظامي عمليات پيل کړل، د غلام خان بندر د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شو.

خو په ۲۰۱۸ ميلادي کې دا بندر بيا پرانېستل شو، مګر د افغانستان بار وړونکو موټرو ته د ډيورنډ کرښې ها غاړې ته د اوښتلو اجازه نه ورکول کېده.

سوداګرو تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې اوس ورسره ژمنه پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې تر راتلونکو څو ورځو پورې به د افغانستان باروړونکو موټرو ته په ټول پاکستان کې د ګرځېدو اجازه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...