چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د آی پي اېل ۱۴ام پړاو لوبې نن ماښام پیلېږي

د آی پي اېل ۱۴ام پړاو لوبې نن ماښام پیلېږي

تاند (جمعه، د حمل ۲۰) د هند غوره لیګ يا ((آی پي اېل )) څوارلسم پړاو لوبې نن جمعه د اپرېل په نهمه نېټه پيلېږي.

آی پي اېل به د افغانستان په وخت نن ماښام شپږ نیمې بجې پيل شي.

د یاد لیګ لومړۍ لوبه د رایل چلنجرز بنګلور او ممبی انډينز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

که څه هم لومړی لوبه د بنګلور لوبډلې ده خو د یادې لوبډې پيلیز توپ وهونکی دانیل سمس پر کورونا ناروغۍ اخته شوی دی.

بنګلور لوبډلې په خپله رسمي فسبوک پاڼه تېره چهارشنبه لیکلي وو، چې سمس کورونا لومړنۍ پایله منفي خو دوهمه پایله یې بیا مثبت راغلی دی.

په آی پي اېل کې یواځې له سنرایزر حیدر اباد لوبډلې سره درې افغان لوبغاړي، راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمن ځدراڼ لوبېږي.

فضل حق فاروقي بیا د نېټ باولر په توګه په آی پي اېل کې لوبېږي.

فضل حق فاروقي هم(IPL) کې چینای لوبډلې سره یوځای شو

د یادونې ده چې د آی پي ایل ۱۳ ام پړاو تیر کال د کورونا وبا له امله د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې تر سره شوې، خو دا ځل څوارلسم پړاو په هند کې ترسره کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی