Homeخبرونهولسي جرګه د شنبې په ورځ امنیتي مسوولان احضاروي

ولسي جرګه د شنبې په ورځ امنیتي مسوولان احضاروي

تاند ( جمعه، د حمل ۲۰) ولسي جرګه کابل ته د پاکستان پارلمان د ریيس الوتکې ته د اجازې نه ورکولو له امله امنیتي چارواکي احضاروي.

د یادې جرګې د دارالانشاء له خوا پارلماني چارو وزارت ته په استول شوي مکتوب کې لیکل شوي: « دا چې د نا معلومو دلایلو  له امله د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې باید اړوند مسوولان یې په اړه وضاحت ورکړي.»

په دې مکتوب کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرستانو، د ملي امنیت رییس، د هوایي چلند ادارې رییس او د حامد کرزي هوایي ډګر مسوولانو څخه غوښتنه شوې، څو د ولسي جرګې د ریيس کاري دفتر ته ورشي او په دې اړه وضاحت ورکړي.

د پاکستان د پارلمان رییس کابل ته راځي

په پام کې وه تېره ورځ پنج شنبه د پاکستان د ولسي جرګې ریيس او پلاوی د افغانستان د ولسي جرګې د رییس میر رحمن رحماني په بلنه کابل ته راشي خو د امنیتي ستونزو له امله یې د حامد کرزي هوایي ډګر کې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

له دې سره سم تېره ورځ د ولسي جرګې رئيس میر رحمن رحماني په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ژر به افغانستان ته د پاکستان د پارلمان د رییس لغوه شوی سفر له سره تنظیم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...