چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeروغتیاهغه تېروتنې چې مازغو ته زیان اړوي

هغه تېروتنې چې مازغو ته زیان اړوي

یو شمیر تیروتنې چې د انسان په مغز باندې ناوړه اغیزې کولی شي

  • د سبناری (سهارنۍ ناشته) نه خوړل

څرنګه چې شکره (ګلوکوز) د مغز غذا ده نو هغه شمیر کسان چې سهارنۍ ناشته نه خوري د وینې د ګلوکوز کچه یې ډیره ښکته وي نو له همدې کبله مغز ته په پوره اندازه ګلوکوز نه رسیږي. په داسي حالت کې مغز نشي کولی چې خپلې دنده په سمه توګه تر سره کړي.

  • له انداز ې زیات خوارک کول ، ډیر خوارک کول ددی لامل ګرځي چه دمغز د رګونو دیوالونه سخت شي چه دا بیا په خپله ددی لامل ګرځي چه مغز ته په کافی اندازه وینه ونه رسیږي.
  • سګرټ څکول ، سګرټ څکول د مغز د حجم د کموالی لامل کیدائ شي
  • د ډیرو خوږو موادو خوړل، د ډیرو خوږو شیانو خوړل وینې ته د نورو غذايي موادو او پروتین د جذب مخه نیسي. چې دا بیا په خپله د سو تغذی او د مغز د ودی د مخنیوي سبب کېږي.
  • د هوا ککړ والی، زمونږ په بدن کی مغز تر ټولو زیات اکسیجن ته اړتیا لري نو د هوا ککړ والی د دې لامل کېږي چې مغز ته په کافی اندازه اکسیجن ونه رسیږي.
  • لږ ویده کیدل، د مغز لپاره ښه ارامتیا په کافي اندازه خوب کول دي. هر هغه څوک چې لږ خوب کوي نو کیدای شي چې د مغز حجرات یې د تخریب سره مخامخ شي.
  • د ویده کیدو په وخت کی په بړستنه کې خپل سر پټول ، چې دا په خپله د کاربن دای اوکساید د زیاتوالي لامل ګرځي او کاربن دای اوکساید په مغز باندی زهري تاثیر لري.
  • د نارغۍ په حالت کې قوي ذهني کارونه ترسه کول، لکه څرنګه چې د ناروغۍ په وخت کې بدن ارام ته اړتیا لري همدارنګه مغز هم ارام ته اړتیا لري.
  • د مثبت فکر کموالی، د منفی خویه خلکو د مغز حجرې ژر د تخریب سر ه مخامخ کیږي.

 

داکتر محمد نسیم همیم

1 COMMENT

  1. گران داکتر صاحب نه دا غوشتنه لرم چه دا روشانه کری چه سنکه کولای شو چه مثبت فکر ولروی و وکولای شو چه منفی فکر له زانه لیری کرو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب