Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپکتیا کې د صرافۍ مجهز او عصري مارکېټ افتتاح شو

پکتیا کې د صرافۍ مجهز او عصري مارکېټ افتتاح شو

تاند ( جمعه، د حمل ۲۰ ) د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د صرافۍ یو مجهز او عصري مارکېټ جوړ او رسمآ افتتاح شو.

د دې ولایت د صنایع او سوداګري خونې مسوولین وایي، ګردیز ښار کې د خصوصي سکټور د ۲۰ تنو سوداګرو له لوري د ۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د صرافۍ یو مجهز او عصري مارکېت افتتاح شو.

د پکتیا د صنایع او سوداګري خونې مشر نصیر عالمیار وایي، د صرافۍ دغه جوړ شوی مارکېټ ۲۵۰ دوکانونه لري او د سویل ختیځ زون په کچه له مجهزو او عصري مارکیټونو دی چې د سوداګري لازمې آسانتیاوې په کې موجودې دي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې افغانستان بانک هم کولای شي، په دې کې انټرنیټي بانکي سیستم ایجاد کړي.

د معلوماتو له مخې، یاد مارکېټ د دوه کلونو په موده کې د ۶ پوړونو په درلودلو سره په یو جریب ځمکه کې جوړ شوی دی.

د پکتیا د صنایع او سوداګرۍ خونې مسوولین زیاتوي چې دغه ماکیټ کې شلو سوداګرو پانګونه کړې ده.

په ګردیز ښار کې د صرافانو د یاد مارکیټ جوړیدو ته صرافان هم خوشاله دي او وايي، په دې سره به د دوی د کار و بار وړاندې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

د پکتیا د اقتصاد رئیس بهرام بهیر بیا د دې مارکېټ جوړېدل یو پرمختګ بولي او وایي دې سره به نور پانګوال هم دننه هېواد کې پانګونې ته وهڅول شي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي هم سوداګرو، پانګوالو او دوکاندارانو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي، خو وایي، دا همکاري هغه وخت اغېزمنه تمامیږي، چې سوداګر او پانګوال هم له امنیتي او کشفي ادارو سره د ګواښونو د کتو پر مهال همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا راتګ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خلکو ته سختې اقتصادي ستونزې جوړې کړې چې د پکتیا په ګډون د هېواد ډېر شمېر ولایتونو کې زرګونه ځوانان د بې کارۍ د کچې له لوړوالي سر ټکوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی له حکومته غواړي څو په ډېره پیمانه پانګوال د خصوصي سکټور په بیلابیلو برخو کې پانګونې او د کاري فرصتونو ایجاد ته وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...