Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکرنې وزارت: د تېر په پرتله هېواد کې د څرمن تولید ډېر...

کرنې وزارت: د تېر په پرتله هېواد کې د څرمن تولید ډېر شوی

تاند ( جمعه، د حمل ۲۰ )  د افغانستان د کرنې، مالداري او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي چې هېواد کې د تېر لمریز کال په پرتله د څرمن تولید ډېر شوی دی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، تیر لمریز کال هېواد کې د مختلفو څارویو څه باندې دوه میلیونه او ۷۸۴زره څرمن تولید شوې ده.

هغه وایي : ((له نیکه مرغه کال په کال د څرمنې تولیدولو ته زمینه پراخېږي… د تولید تر ټولو لویه کچه هم د هېواد په شمال کې ده.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هرات، غزني، سرپل، پروان، بغلان، فاریاب، کندز، کندهار او فراه د څارویو د څرمنې د تولید اصلي ولایتونه بلل کیږي.

رستمي دغه راز زیاتوي چې تولید شوې څرمنې د قره‌قل، پسونو، غویانو، اوزو او ګیدړو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان څرمن په ځانګړي ډول د قره‌قل څرمن په هېواد او نورو هېوادونو کې ځانګړی شهرت لري.

د معلوماتو له مخې، د قرقل له څرمنې د قره‌قل خولیو او بالاپوشونو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي چې د افغانستان په ګډون د سیمې په یو شمیر هېوادونو کې ترې استفاده کېږي.

دغه راز د نورو څارویو څرمن هم تر ډېره له هېواده بهر نورو هېوادونو صادرېږي او د بوټانو او جمپرونو په جوړلو او په ټوله کې د څرمنې په صنعت کې ترې کار اخیستل کېږي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیونه څاروي روزل او ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...