دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: طالبانو په تېر کال کې ۲۸ دیني عالمان وژلي

امنیت شورا: طالبانو په تېر کال کې ۲۸ دیني عالمان وژلي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۹) له ملي امنيت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر کال طالبانو په ۱۴ ولايتونو کې ۲۸ ديني عالمان شهيدان کړي

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې نن د ملي امنیت شورا د تخنیکي مرستیال عباد الله عباد په مشري د علماوو د مصوونيت کمېټې په غونډه کې د ديني عالمانو د ترور پر لاملونو بحث وشو.

د خبرپاڼې په وینا، په دې غونډه کې وویل شول، چې طالبانو په تېر يو کال کې په ۱۴ ولايتونو کې ۲۸ ديني عالمان شهيدان کړي او د لوګر او غوربند په ځينو سيمو کې د طالبانو له خوا تړل شوې رسمي ديني مدرسې لا هم تړلې دي.

خبرپاڼې همدا راز ویلي، په سرپل، جوزجان او بادغيس ولايتونو کې هم رسمي ديني مدرسو ته تهديدونه ډېر شوي او طالبان غواړي چې رسمي ديني مدرسې وتړي.

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ناسته کې د ناثبتو ديني مدرسو د نصاب او اسنادو پر ستونزو هم بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې امنیت شورا ویلي وو چې په لوګر کې طالبانو د ۳۶ رسمي ديني مدرسو د شاګردانو کورنۍ او ديني عالمان په مرګ ګواښلي چې له امله يې ۷۵۰۰ زده‌کوونکي له دیني زده کړو بې‌ برخې شوي دي.

طالبانو په لوګر کې دیني عالمان او د مدرسو زده کوونکي په مرګ ګواښلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب