Homeخبرونهننګرهار کې د طالبانو ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې

ننګرهار کې د طالبانو ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې

تاند ( پنجشنبه، د حمل ۱۹)  د ننګرهار ولایتي چارواکي دې ولایت کې د وسلوالو طالبانو د ۱۱ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ادارې له لوري ۱۱ وسله وال طالبان او درې تنه نور مجرمين وسلو او مهاتو سره يو ځای نيول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، د ننګرهار ولایت مربوطاتو کې ملي امنيت رياست له لوري يولس وسله وال طالبان د يو کلاشينکوف او يو ماين، يو تن تهديدونکی، او يو تن بل د یو کلاشينکوف، درې تومانچو، ۲۹۴ د کلاشينکوف او پيکا مرميو او شپږو شاژورونو سره نيول شوي دي.

د ننګرهار رسنیو دفتر خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی چې د قانون له مخې به ور سره چلند تر سره شي.

ورته مهال  د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت د دې ولایت د پچیراګام ولسوالي لپاره د داعش ډلې نوی مسوول ژوندی نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د ملي امنیت اړوند «۰۲قعطې» ځواکونو تیره شپه د پچیراګام په ولسوالي کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د یادې ولسوالي لپاره د داعش ډلې نوی مسوول او د هدفي وژنو ډلې پلان جوړوونکی شاه محمود له د دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ژوندي نیولي دي.

د خوږیاڼي په خبره نیول شوي کس په تېر کې د داعش ډلې لپاره په پچیر اګام ولسوالي کې د انتقالاتو په برخه کې هم زمینه برابروله.

وسلوالو طالبانو او داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...