دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکابل ته د پاکستان د پارلمان د رئیس سفر وځنډېده

کابل ته د پاکستان د پارلمان د رئیس سفر وځنډېده

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۹) د امنیتي ستونزو له امله کابل ته د پاکستان پارلمان د رئیس او ورسره مل پلاوي سفر وځنډېد.

د ولسي جرګې ټلوېزیون نن پنجشنبه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، «د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قيصر او ورسره مل ۱۶ کسيزه پلاوي سفر پلازميني کابل ته وځنډیده.»

که څه هم افغان چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو په کابل کې د پاکستان د سفیر له قوله ویلي چې د یاد هېواد پلاوي الوتکه د افغانستان خاورې ته داخل شوې وه، مګر د امنیتي ستونزو له امله بېرته ګرځېدلې ده.

تر دې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي و چې د دغه هېواد د پارلمان رئیس اسد قیصر به د حمل په ۱۹مه د پنجشنبې په ورځ په درې ورځني سفر کابل لاړ شي او افغان چارواکو سره به لیده کاته وکړي.

نوموړي کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل بللي و.

د پاکستان د پارلمان رییس کابل ته راځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب