یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهغزني کې د شاه امان الله خان ماڼۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه...

غزني کې د شاه امان الله خان ماڼۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه پای ته رسېدلي

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۱۹) د غز ولایت چارواکې وايي، په دې ولایت کې د غازي امان الله خان د ماڼۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي.

مسوولان وایي ، د دې ماڼۍ چارې په کال ۱۳۹۸ کې پيل شوې وې او اوس یې پاتې کار هم په چټکۍ دوام لري.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي ، تر دې دمه په دې ماڼۍ شاوخوا ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې لګښت یې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د امنیتي ادارې له لوري ورکول کیږي.

په غزني کې د شاه غازي امان الله خان ماڼۍ له مرکزه نږدې۱۳۰ کیلومتره واټن لري د کابل ـ کندهار پر لویه لار په مقر ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د معلوماتو له مخې دا  ۳ پوړېزه ماڼۍ له نن نه شاوخوا ۹۵ کاله وړاندې د وخت باچا غازي امان الله خان د ځينو موخو لپاره جوړه کړې وه، خو د تیرې ۱۴مې پېړي په وروستۍ نیمايي کې د کورنیو جګړو له امله سخته زیانمنه شوه.

د تاریخ لیکوالان لیکي، د دغه ماڼۍ د بنسټ ډبره په ۱۳۰۵ هجري شمسي کال کې کېښوودل شوه او د جوړېدو چارې یې د غازي امان الله خان په ځانګړې سپارښتنه د وخت د نوموتو معمارانو لخوا سرته رسیدلې دي.

ادیب پوهان وایي، د شاه غازي امان الله خان د ماڼۍ جوړښت په خپل وخت کې بې مثاله وو او دا ماڼۍ د ګڼو سیاسي، ټولنیزو سیمه ییزو او هر اړخیزو ناستو، جرګو او مرکو شاهده پاته شوې ده.

بل لورته د ځايي خلکو په خبره په وروستیو کلونو کې د غازي امان الله خان ماڼۍ د ملي اردو پر قرارګاه بدله شوې وه.

دوی وایي د دې ماڼۍ ترڅنګ د شاه امان الله خان د واکمنۍ د دورې یوه بله ودانې د غزني ښار په مرکزي برخه کې د اماني هوټل په نوم ، چې یو مهال به په کې د لسګونو بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کېده هم موقعیت لري.

فرهنګیان وايي د سیلانیانو دا ځانګړی هوټل او په مقر ولسوالۍ کې د امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې دوه تاریخي ودانۍ دي چې په بد حالت کې وو.

دا ودانۍ دوه سالونونه او شاوخوا ۱۲ خونې لري، چې یو مهال د بهرنیو سیلانیانو لپاره د ډوډۍ خوړلو او د هغوی د اوسېدو لپاره کار ترې اخېستل کېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب