Homeخبرونهجرمني ۲۰ تنه نور افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې وایستل

جرمني ۲۰ تنه نور افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې وایستل

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۹) جرمني د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو په لړ کې پرون (چهارشنبه) ۲۰ تنه نور افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته راولېږل.

دا افغانان پرون (چهارشنبه) د سهار په ۶ بجې او ۴۰ دقیقې کابل ته راورسېدل.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، دا د ۲۰۱۶ م کال له دسمبره له جرمني څخه خپل هیواد ته د ستنول شویو افغانانو ۳۸ مه جوپه ده.

تراوسه پورې یوزرو ۳۵ تنه هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول شوي چې د جرمني د چارواکو په وینا د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

په جرمني کې د افغانانو د لېږدلو یو شمېر منتقدان وايي چې لا هم د افغانستان امنیتي وضعیت ښه نه دی او باید هغوی په زوره بېرته ونه لېږل شي.

پرون ماښام هم د برلین د هوايي ډګر د پنځم ترمینل مخته یو شمېر کسانو مخکې تر دې چې دا شل تنه خپل هیواد ته واستول شي، مظاهره وکړه.

ځینو مظاهره چیانو سړک بند کړ ځینې نورو د برلین د هوايي ډګر جنوبي او ختیځو څنډو ته د ننوتو هڅه وکړه خو پولیسو یې مخه ونیوله.

ډي پي اې خبري اژانس وايي، د ۵۰ او ۷۵ ترمنځ کسانو ته د مظاهرې اجازه ورکړل شوې وه خو عملاً شاوخوا ۳۵۰ تنه راټول شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...