Homeخبرونهد روژې میاشتې د رانږدې کېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې...

د روژې میاشتې د رانږدې کېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوي

تاند ( پنجشنبه، د حمل ۱۹ ) د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ډېر شمېر ولایتونو کې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار اوسیدونکي وایي، حکومت دې د خوراکي توکو د بیو په کنټرول کې عاجل اقدام ترسره کړي.

دوی وایي، د دې پر ځای چې د روژې مبارکه میاشت کې سوداګر او دوکانداران د خلکو لاسنیوی وکړي لا پسې نرخونه دوه برابره لوړ کړي.

کابل کې چې تر دې وړاندې د یو کیلو ګازو بیه ۵۵ افغانۍ وه، اوس یې بیه ان تر ۶۵ او ۷۰ افغانیو پورته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره هرکال په بازار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړېږي چې کمزوري اقتصاد لرونکي وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

د کابل ښار اوسیدونکي وایي چې سوداګر د ازاد بازار د اقتصاد څخه په استفادې توکي په لوړه بیه پلوري چې جدي ستونزې یې راپیدا کړي دي.

ورته مهال د افغانستان د صنعت او سوداګري وزارت چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې به د خوراکي توکو نرخونه ثابت پاتې شي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ یو ګډ کمېسیون جوړ شوی چې د کابل په بازارونو کې به د خوراکي توکو بیې کنټرولوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند دغه راز زیاتوي چې کابل کې د خوراکي توکو له بازارونو څخه د کمېسیون د لیدنې پر مهال د خوراکي توکو شرکتونو او واردوونکو ډاډ ورکړی چې مارکیټونو کې په کافي اندازه خوراکي توکي شته او نرخونه به ثابت پاتې وي.

د معلوماتو له مخې، د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ به د راتلوونکي سې شنبې ورځ یعنې د حمل ۲۴ نېټه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...