Homeخبرونهد بشري حقونو د څار بنسټ: افغان مېرمنو ته دې د ترکیې...

د بشري حقونو د څار بنسټ: افغان مېرمنو ته دې د ترکیې په ناسته کې د ګډون حق ورکړل شي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۹) د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د افغان سولې په تړاو د استانبول په جوړېدونکې ناسته کې باید د ښځو ګډون زیات شي.

خبرپاڼه کې چې یاد سازمان پرون چهارشنبه خپره کړې، د ملګرو ملتونو له چارواکو یې غوښتي، چې د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې په اساسي خبرو اترو کې د افغان مېرمنو د ګډون په اړه ژمنه دې په ښکاره ډول وکړي او د مدني ټولنې ډلو ته په ځانګړو شویو حاشیوي غونډو کې دې دا ډول ژمنې نه کوي.

دوی د ملګرو ملتونو له چارواکو په ځانګړي توګه له عمومي منشي آنتونیو ګوتیرش څخه غوښتي، چې د استانبول په ناسته کې د ښځو فعال رول ته پوره پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د څارډلې زیاته کړې، چې امریکا د ترکیې په سرمشریزه کې د میرمنو په ګډون مهم رول لوبولی شي

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقوقو مدافعو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د سولې په خبرو کې ښځو او د جګړې قربانیانو ته ونډه ورنه کړل شي.

په دغه غونډه کې به د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه خبرې اترې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...