دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمريم محمدي د برات الله عطايي پر ځای د ارزګان د ښځو...

مريم محمدي د برات الله عطايي پر ځای د ارزګان د ښځو چارو ریاست رئیسه وټاکل شوه

تاند (پنجشنبه د حمل ۱۹) مریم محمدي د ارزګان ولایت د ښځو چارو ریاست د نوې سرپرستې رئیسې په توګه دنده پیل کړه.

د ارزګان مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مېرمن محمدي د خپلې دندې د پیل پر مهال ژمنه وکړه چې د ښځو د حقونو، ښه ژوند او کاري فرصتونو لپاره به هڅي وکړي.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د ارزګان د ښځو چارو ریاست د برات الله عطايي په نوم د یوه نارینه له خوا ادراه کېږي او کارکوونکي یې هم ټول سړي دي.

ځايي چارواکو ویلي، په تېر ۱۳۹۹ کال کې دغه ریاست ته ډېرو کمو ښځو د کورني تاوتريخوالي يا نورو ځورونو په هکله شکايتونه کړي دي.

د معلوماتو پر اساس ددې لپاره چې د یاد ریاست چارې د نارینه وو له خوا مخته وړل کېدې، په تېر ۱۳۹۹ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي یوازې ۸ پېښې په کې ثبت شوي دي.

ارزګانۍ مېرمنې وايي چې د ښځو چارو رياست مشره ښځه نه وي، نو څنګه به يوه ښځه خپل شکايت ثبتولو ته زړه ښه کړي.

تر برات الله عطايي مخکې د دغې ادارې مشري د رڼا سمیع وفا په نوم یوې مېرمنې کوله خو ویل کېږي چې د نامعلومو دلایلو له مخې یې دنده پرېښې او له ارزګان ولایته نامعلوم لوري ته تللې ده.

ویل کېږي په هغه وخت کې چې د یادې ادارې چارې ښځې مخته وړلې، نو په دې ریاست کې زیاتې ښځې لیدل کېدې.

د یوې سروې له مخې چې په ۱۳۹۹ کال کې شوې وه په کې راغلي، په ارزګان ولايت کې یوازې ۵۷ دولتي کارکوونکې ښځې دي.

د راپورونو پر اساس په ارزګان کې ډېرې ښځې روغتيايي ‌خدماتو ته لاسرسی نه لري او دغه راز ډېر کم شمېر نجوني ښوونځیو ته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب