سیستم خلک جوړوي او خرابوي یې هم. دا دسیستم ګنا نه ده، ګنا زموږ ده، ځکه زموږ په لاس له جوړ شوي شي نه خواږه، ترخه دواړه موږ جوړوو.
یاره هر چاته صیب، صیب نه کیږي، دا مردار ځنځیرونه ماتول غواړي.
د یوې ادارې عادي مامور به وي، خولې به د دې لپاره ورته جینګې، جینګې کیږي، چې ګوندې یوه ورځ به یې پکار راشي او که بیا څوک رییس، امر مقرر شي سړیه په فیسبوک کې به سم رش جوړ وي. البته ملګرتیا غوړه مالي او توپیر کوي.
یوه ورځ یې که ستړي مه شی ورسره کړی وي، پر وال به یې لیکلي وي، زما خوږ، قند، یار په پلانۍ اداره پلاني بست کې د رییس، امر …. په توګه مقرر شو. د مبارکیو او مدحو به کتارونه ور روان وي.
په دې کې یې د ګوتو په شمار واقعاً استعدادونه هم دي، خو کم دي.
دا سیستم به تر قیامته نه وي او نه دوام کوی شي، ځکه د دې په وړاندې پاک وجدانه، علمي ګرا خلک تنګیږي، بغاوت کوي، شور جوړیږي، بل اخېره یو پاک، منظم سیستم رامنځته کیږي.
دلته د خپګان او تاسف خبره دا ده، چې موږ ته چاپلوسي، چاپلوسي نه ښکاري او دې چټل نوم ته د یوه ټولنیز منل شوي اصل په سترګه ګورو؛ نو ځکه وایم، موږ چاپلوس یو.
چاپلوس ځکه یو، چې زموږ خوی، رفتار، کردار عمل ټول د یوه سلامت چاپلوس دي.
د خندا وړ خبره دا ده، چې یو چاپلوس دلته د بل په چاپلوسۍ پورې خاندي.
دربدرۍ، چټلۍ، ګیلې ټول د دې مردارې غوړه مالۍ علتونه دي.
دا چې لولئ یې، دا لیک د یو چاپلوس دی، خو نیکمرغي دا ده، چې ده خپل ځان وپېژاند او په خپله چاپلوسي یې اعتراف وکړ.
تاسې همداسې وکړئ، ځان وپېژنئ، چې دا ډول مخلوق خو به نه وئ.
مهرباني وکړئ، چاپلوسي تر بالښت لاندې کېږدئ. که یې در وخندل، مه ور خاندئ، پرې ور ببر شئ، بېرته یې په غوسه تر بالښت لاندې کړئ، چې ساه یې وخېږي.