جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمصر د فرعوني دورې جسدونه ملي موزیم کې کېښودل

مصر د فرعوني دورې جسدونه ملي موزیم کې کېښودل

تاند ( یک شنبه، د حمل ۱۵) مصر کې د فرعوني دورې د ۳ زره کلونو پخواني جسدونه له قبرونو را ایستل شوي او د قاهرې په کوڅو او واټونو کې نندارې ته تر وړاندې کولو وروسته د مصر ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

دغو مومیایي جسدونو کې د فرعوني دورې ۱۸ پادشاهان او ۴ ملکې شاملې دي.

د معلوماتو له مخې دا د مصر د سقاره په نوم ښار کې درېيمه پر لپسې مهمه موندنه ده.‌

لرغون پوهانو داسې په سلګونو تابوتونه موندلي چې په ډېر ښه وضعيت کې لا قرار لري.

د سقاره په نوم د مصر د مړو ښار ډېر لرغونی دی او د پخوانو زمانو راهيسې يو سپېڅلی ښار بلل کيږي.

هغه د شاهانو د درې او د جيزې د اهرامو د مجموعې تر څنګ د مصر تر ټولو مهم لرغونی‌ ځای بلل کيږي، چې کيندنې پکې صورت نيسي.‌

په دغه ښار کې په دې وروستيو کې ډېرې حيرانونکې موندنې شوې دي.

په سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې لرغون پوهانو هم هلته ډېر زيات سينګار شوي‌ تابوتونه موندلي ول او سره له د،چې د ۲۵۰۰ کلونو راهيسې هلته ځای پر ځای ول، وضعيت يې ډېر ښه وو.

سقاره د قاهرې څخه سويلي‌ خوا ته د نيل سيند په اوږدو کې پرته ده او د فرعونيانو په دوره کې د ممفيس د امپراتورۍ يوه هديره وه.

له دې سيمې سره په تېره سيلانيان ډېره علاقه لري، چې د يونسکو د نړيوال کلتوري ميراث د يوې برخې په توګه هم ثبت شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب