جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوحید مجروح: د کورونا درېیمې څپې پر وړاندې مبارزې ته باید پوره...

وحید مجروح: د کورونا درېیمې څپې پر وړاندې مبارزې ته باید پوره چمتووالی ولرو

تاند (یکشنبه د حمل ۱۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، ولایتي رئیسانو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو پر وړاندې مبارزې ته تیاری ونیسي.

دغه څرګندونې د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن د ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره په آنلاین لیدنه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د کورونا وبا درېیمې څپې پر وړاندې باید پیاوړې مبارزې ته پوره تیاری ولري.

ښاغلي مجروح د ولایتونو او کمېټو د راپور تر اورېدو وروسته اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د ولایتونو ستونزو د حل په موخه  ژر تر ژره اقدامات وکړي.

وحید مجرو وویل، د کورونا ضد واکسینو په تطبیق کې باید چټکتیا راوستل شي او خلکو ته دې د کورونا ویروس په اړه اړین پوهاوی ورکړل شي، څو خلک په دې برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کورونا ویروس له کبله د ۱۱ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی او ۴۱ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په اوو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې لیکلي چې په یاده موده کې ۱۶۹۲ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي او په وینا یې، ۶۳ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې یې د ۳۵۴ زرو او ۴۷۸ کسانو نمونې کتلي چې د ۵۶ زرو او ۷۱۷ هغو پایلې یې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۵۰۸ کسان یې بیا له کبله مړه شوي دي. دغه راز، په دې موده کې بیا ۵۱ زره او ۸۶۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۳۱ میلیونه او ۴۳۷ زره کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې، له ۲ میلیونه او ۸۶۰ زره مړه شوي او له ۱۰۵ میلیونه او ۸۵۲ زره هم بېرته ښه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب