جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسرور دانش: که سوله عادلانه نه وي په هېواد کې به د...

سرور دانش: که سوله عادلانه نه وي په هېواد کې به د یو بل جنجال د رامنځته کېدو لامل شي

تاند (یکشنبه د حمل ۱۵) د ولسمشر دویم مرستیال وایي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت په دې ارزي چې د اساسي قانون تعدیل ومنل شي، خو په خبره یې که دغه چاره ترسره کېږي باید د اړتیا په صورت کې وي.

سرور دانش نن یکشنبه د لویې څارنوالۍ د سرپرست معرفي کولو په مراسمو کې وویل، دا تعدیل باید په هغه ډول وي چې د اساسي قانون په میکانیزم کې یې وضاحت راغلی دی.

دده په خبره، سوله چې عادلانه او تلپاتې نه وي، بېرته پر جګړې او ګډوډۍ بدلېږي او په هېواد کې به د یو بل جنجال د رامنځته کېدو لامل شي.

نوموړی وايي، د افغان حکومت له لوري سولې ته د رسېدو لپاره یوه ښکاره لارنقشه وړاندې شوې او د هغې پر بنسټ به لومړی ټینګار د اساسي قانون پر ساتلو او دوام وي، چې له دې نه هدف د ګډوډۍ مخنیوی دی.

هغه زیاته کړه، «افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له نهه څخه تر لسو پورې اساسي قانونه لرل،هر کله چې به کومه ګډوډي رامنځته کېدل، اساسي قانون لغوه کېده، او ځای یې نوي اساسي قانون نیولی دی، پر دې برسېره د اساسي قانون لغو کېدل خپله د ګډوډۍ په معنای دی، له دې اړخه موږ د اساسي قانون پر ساتنه او دوام ټینګار کو.»

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړه، سوله د دې ارزښت لري چې د ټینګېدو لپاره یې په اساسي قانون کې تعدیل راشي، خو تعدیل د هغه میکانیزم په اساس چې خپله په اساسي قانون کې مطرح شوی دی.

د هغه په وینا چې ولسمشر غني سولې ته د رسېدو لپاره حاضر دی هر مهال چې د سولې موافقتنامه وروستۍ شوه او د افغانستان خلکو هغه تائید کړه د نړیوالې ټولنې تر نظارت لاندې ټاکنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ځله دغه دوه مورده رد کړي دي.

تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وه چې ټاکل شوې ولسمشر غني د ترکیې په ناسته کې د سولې لارې په اړه خپل نقشه وړاندې کړي.

د افغان سولې په هکله د ترکیې ناسته ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په ۱۶ جوړه شي، د افغان چارواکو په وینا د یادې ناستې تر سره کېدو لپاره په دوحه کې د افغان، امریکايي او ترکیې د استازو ترمنځ مشورې روانې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې په دې اړه لا بحثونه نه ‌دي وروستي شوي، دغه راز د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم ورته څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د ترکیې ناستې د نېټې، اجنډا او د ګډونوالو د شمېر په هکله لا هم بحثونه روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب