جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+هکرانو د ۵۰۰ ملیونه فیسبوکیانو معلومات افشا کړل

هکرانو د ۵۰۰ ملیونه فیسبوکیانو معلومات افشا کړل

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۵) هکرانو د فیسبوک د څه باندې ۵۰۰ ملیونه کاروونکو د ټېلفون شمېرو او موقعیت په ګډون معلومات بربنډ کړل.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، هکرانو د فیسبوک د کاروونکو معلومات پر خپله یوه ویبپاڼه کې خپاره کړي دي.

په همدې حال کې بیزنیس اینسایډر ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د هکرانو له لوري خپاره شوي معلومات په ۱۰۶ هیوادونو کې د فیسبوک د کاروونکو دي.

د دې ورځپاڼې پر اساس، په خپرو شویو معلوماتو کې د کاروونکو د موبایل شمېرې، یوزرونه، بشپړ نومونه، ادرسونه (هیواد، ښار، کوڅه) او د زوکړې نېټې شاملې دي.

ویل شوي چې ډېر خپاره شوي معلومات زاړه وي خو دا احتمال شته چې د هغو په منځ کې د فیسبوک د نویو کاروونکو معلومات هم شامل وي.

دا لومړی ځل نه دی چې هکران د خواله رسنیو په تېره بیا فیسبوک د کاروونکو معلومات غلا کوي، تر دې وړاندې هم فیسبوک له داسې ازموینو سره مخامخ شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د فیسبوک ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هکرانو د فیسبوک ډېر پخواني معلومات افشا کړي دي.

په ۲۰۱۸ م کال فیسبوک هغه اپشن یا انتخاب غیرفعال کړ چې کاروونکو ته یې اجازه ورکوله چې د بل کاروونکي د موبایل شمېرې له لارې هغه تعقیب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب