جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې به دېر ژر د ۴ زره ښوونکو د ګمارنې لړۍ پيل...

ننګرهارکې به دېر ژر د ۴ زره ښوونکو د ګمارنې لړۍ پيل شي

تاند ( یک شنبه، د حمل ۱۵) دننګرهار د پوهنې ریاست مسوولان وایي ډېر ژر به د ولسمشر د فرمان له مخې په دې ولایت کې د ښوونکو ۴ زره بستونو ته د ثبت نام لړۍ پيل کړي.

د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري نن د یوې ولسي غونډې پرمهال وویل، د ولسمشر له لوري به منظور شوي ښوونکي ژر تر ژره په دندو وګمارل شي.

د پوهنې رئيس وایي په یاد شمېر بستونو کې به له شفافیت نه کار اخلي او لومړیتوب به مېرمنو ته ورکوي.

بل لورته ولسمشر په خپل رالېږل شوي وېډيوي پيغام کې مسوولو ادارو ته دنده وسپارله چې ژر په یادو بستونو ښوونکي وګماري او په کې مېرمنو ته لومړیتوب ورکړي.

په ورته مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له ولسمشر نه مننه وکړه چې دې ولایت ته یې ۴ زره ښوونکي منظور کړل.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې د هرې ولسوالۍ لپاره د هماغې ولسوالۍ ښوونکي د زده کوونکو د شمېر په اساس وګمارل شي او ډاډ یې ورکړ چې د ۴ زره ښوونکو د ګمارنې ترڅنګ به سږ کال په ټول توان د ښوونځیو ودانیو او احاطې جوړولو ستونزه هم حل کړي.

د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې شاوخوا يو ميليون زده کوونکي زده کړې کوي، چې څلور زره منظور شوي ښوونکي به یې د ښوونکو په برخه کې ستونزه یو څه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب