جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد اروپايي اتحادیې استازی وايي موقت حکومت د افغانستان ثبات لا خرابوي

د اروپايي اتحادیې استازی وايي موقت حکومت د افغانستان ثبات لا خرابوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۵) په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د استازي مرستیال وايي، په افغانستان کې موقت یا انتقالي حکومت د دې هیواد حالات لا خرابوي.

ارناوت پاوس وویل، بیړه ناک او ناسنجول شوی اقدام به د دې پر ځای چې افغانستان ته سوله او ثبات راوړي، د دغه هیواد اوسنی ثبات هم له منځه یوسي.

ده چې دا څرګندونې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د امریکا وروستي وړاندیز ته په اشارې کولې، همداراز وویل«موږ په قدرت کې د هیڅ راز فوري بدلون پلوي نه یوو، ځکه چې خبره یوازې د واک نه ده، بلکې مسله دا ده چې په اوږدمهال کې افغانستان ته څه ورپه برخه کوي.»

ده د افغانستان د ولسمشر اشرف غني رول مهم وباله، ویې ویل«د افغانستان ولسمشر د هیواد د ګټو او پرمختګ لپاره د اساسي ګامونو په پورته کولو کې مهم رول لري او باید په غونډو کې وي. د ولسمشر غږ خورا مهم دی.»

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مرستیال استازي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې د هدفي وژنو عاملان ونیسي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د روان اپریل په ۱۸ د تورکیې (ترکیې) په استانبول کې د افغانانو غونډه جوړه شي.

دا غونډه د افغانستان د سولې په اړه د پرېکړو لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږي.

د افغانستان حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا او طالبانو تراوسه پورې دا نه ده تایید کړې چې د استانبول غونډه به د اپریل په ۱۶ کېږي خو ملګروملتو، تورکیې او امریکا ویلي چې دا غونډه به په شپاړسمه نېټه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب