جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ژوندی کتابتون| ژباړه: شمس الحق حیران

ژوندی کتابتون| ژباړه: شمس الحق حیران

لیکنه: احمد ارشاد احرار

نن مې نوې المارۍ نړۍ ته سترګې وغړولې. د ژوند یوازینۍ زیاتېدونکې پانګه مې همدا کتابونه دي. د زیاتېدو په اړه یې مه پوښتئ، ځکه کیسه یې سراسر له فساده ډکه ده. دا چې څنګه، راځئ دلته راسره تم شئ. 

له ۱۵ کلونو راهیسې، هغه مهال چې لومړی ځل مې کتاب لوستل پیل کړل بیا تر نن ورځې کتابونه په قاچاقي توګه پېرم. پلار مې په ځلونو راباندې غوسه شوی، چې ولې د ښوونځي د کتابونو پر ځای، د ده په خبره ‘بې ګټې’ کتابونه لولم. اوس مې هم وضعیت ورسره چندان ښه نه دی؛ ځکه هغه پیسې چې یا باید سپما شي یا د کور په پراختیايي پروژو ولګول شي؛ یوازې د کتابونو په پېرودلو لګېږي او له همدې کبله تل د کورنۍ د اعلی سرقوماندان خوله را خلاصه وي.  

په لومړیو کې چې لا د نهم ټولګي زده کوونکی وم، کله به چې کورنۍ د جیب خرڅ پیسې راکولې؛ په کتابونو به مې ورکولې. مور به مې په ځلونو راته ویل:” سم اسکلېټ درنه جوړ شوی، مړ به شې، د کتابونو پر ځای لږ خوراکي توکي وخوره،…” خو ما دا ټولې خبرې بابېزه ګڼلې، د احساس تنده مې یوازې په کتابونو ماتېده. کله ناکله به مې د موټر کرایه هم په کتابونو لګېده او خپله به پلی تر مقصده خوځېدم. 

د جیب او کرایې له پیسو چې راتېر شو، د کورنۍ د سودا پیسو هم ښه ورځ نه درلوده؛ څو به مې چې خپله ونډه نه وه سنجولې او له پیسو به مې نه وه وهلې، د سودا مودا څرک نه لګېد. ډېر ځله مې په قسطونو کتاب اخیستی؛ ځکه په یو ځل مې د پوره پیسو د ورکړې وس نه درلود، باید لږ لږ مې ټولولی او ورکولی مې. د ځينو کتابونو بیه بیا له ۱۰۰۰ تر ۷۰۰۰ افغانیو رسېده. که رښتیا ووایم، د دې کتابونو پېرودل نو بیا د عادي چل ول له توانه پورته خبره وه. یوه ورځ مې خپل رنګه نوکیا مبایل چې هغه ورځو کې نوی نوی د ورځې موډ ګرځېدلي و، په جیب کې راسره و، د کتابونو لېونۍ مینې د ورځې موډ رانه هېر کړ، د چوک سر ته ولاړم، ومې پلورلو، په پیسو مې یې کتابونه راونیول، کورنۍ مې چې د موبایل پوښتنه رانه وکړه، پلمې خو د چا د پلار نه وې، ویل مې غلو رانه په رڼا ورځ یووړ. بس زه وم او کتابونه. نه مې هېرېږي، کتاب به مې تر هغه نه لوست، چې اخیستی مې نه وای او د خپل مال په توګه مې ولکه پرې ټينګه کړې نه وای. 

په لومړیو ورځو کې به مې چې مور پوښتل، وا هلکه دا کتابونه دې څرنګه واخیستل؟ دومره پیسې دې له کومه کړې؟ ما به ورمېږ وګرولو او ورغبرګه به مې کړه، مورې! دا د کتابتون امانت دي؛ لولم یې، بېرته یې وروړم؛ نو څه خپل خو مې نه دي. خو ورو، ورو دغو پلمو رنګ بایلود، نورې نه چلېدې؛ ځکه کتابونه ورځ تر بلې ډېرېدل. کله چې له یو کرايي کور بل ته ولېږدېدو، یو تاق مې کتابونو ته ځانګړی کړ. خو د ورځو په تېرېدو، نور نو په تاق کې نه ځایېدل. پلارجان به مې ډېر کله مسافر و، یوه ورځ چې کور ته راغلی و، زما کتابونو ته یې ورپام شو، دا چې نجاري یې زده وه او ډېر شوق یې ورسره درلود، نو په خپله یې مټې رابډوهلې او زما تیت پرک کتابونو ته یې المارۍ جوړه کړه. زه خورا زیات خوښ شوم؛ خو لا به میاشت پوره نه وه چې یاده المارۍ مې د کتابونو له فشاره په زنګنو شوه، بله المارۍ یې راته جوړه کړه؛ خو نوې هغې هم څه موده وروسته ځواب راکړ. 

د کتاب لوستنې اورنۍ لېوالتیا مې بیخي افراطي وه، کور مې کتاب لوست، پوهنتون کې مې کتاب لوست، دفتر کې به په کتابونو بوخت وم، د تفریح پر مهال مې کتاب لوست، د ورزش پر ځای به مې هم کتاب لوست، کور کې د کار پر ځای خو مې حتمي کتاب لوست. وروڼه مې دې خیر یوسي، لویانو او کوچنیانو هېڅ یو یې هم زما له بېکارۍ شکایت نه دی کړی؛ دا احسان به یې همېش راپه غاړه وي. 

کله چې خپل کور ته راوخوځېدو، د مجردۍ د مهال کتابونه مې رانه وړل، یوازې څو ټوکه کتابونه مې چې لوستل؛ هغه مې د مطالعې له مېز سره مل نوي کور ته راوړل. کال تېر شو؛ نور مې نو د مطالعې مېز هم د کتابونو پورته کولو ځواک له لاسه ورکړ؛ ځکه هره ورځ به نوی کتاب پرې اېښی و او مېز خوارکي نو کله د دومره دروند پېټي پورته کولو ته اوږه ورکولای شوای. مجبور شوم، یوه کوچنۍ المارۍ مې وپېروده، څه موده وروسته ډکه شوه، یو څه پیاوړې او لویه المارۍ مې راونیوه، هغه هم تېر کال ډکه شوه. کله چې د کرونا وبا له کبله په ټول هېواد کې کرنتین اعلان شو، زه یو ځل بیا د کتاب لوستنې اورنۍ لېوالتیا په خپلو منګولو کې راټينګ کړم، مجبور شوم، یو کوچنۍ المارۍ مې د مېز پر سر کېښوده؛ خو په نه زړه به ووایم چې له تېرو دوو اونیو راهیسې دې المارۍ هم ځواب راکړ او کتابونو مې د نوې المارۍ خوب لیدلو. دا دي نوې المارۍ مې نن وزيږېده؛ خو خدای خبره چې کومه ورځ به یې ملا د درنو کتابونو تر پېټي لاندې خم شي. 

زه له کتاب او کتاب لوستنې ډېرې خاطرې لرم، که ژوند و؛ په اړه به یې نور هم درته ولیکم. کتاب ولولئ، چې د ژوند تیاره اړخونه مو روښانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب