جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پکتیکا کې د جمهوریت په ملاتړ ولسي غونډه

په پکتیکا کې د جمهوریت په ملاتړ ولسي غونډه

تاند ( شنبه، د حمل ۱۵ ) د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې او ولسوالیو سلګونو اوسیدونکو د شنبې په ورځ د یوې راټولېدنې په ترڅ کې له جمهوریت څخه ملاتړ او د موقت حکومت د جوړېدو مخالفت وکړ.

په دې غونډه کې چې قومي مشران، سپین ږېري، ځوانان او مېرمنې را ټولې شوي په یوه غږ د جمهوریت تر څنګ د اوربند، سولې او د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي.

دوی وایي، موقت او سرپرست حکومتونو کې ورته خپل راتلونکی سم نه بریښي او له ښکیلو لوریو غواړي څو د سولې په خبرو کې د قدرت تر لاسه کولو پر ځای اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

د غونډې ګډونوالو په قطر کې د سولې خبرو له دواړو پلاوو وغوښتل، چې د نظامونو د بدلون پرځای دې په اوربند او نورو اساسي موضوعاتو پایله لرونکي بحثونه وکړي.

دوی وایي، د نظام بدلون د تېرو وختونو د ترخو تجربو تکرار دی او نه غواړي د نظام اوسنۍ لاسته راوړنې یوه په بله پسې له لاسه ورکړي.

د پکتیکا اوسیدونکي زیاتوي چې موقت او سرپرست حکومتونه د اویایمو لسیزو ترخو تجربو تکرار دی او نه غواړي د سولې تر نوم لاندې د یوه بل جنګ او ناورین سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په خوست، پکتیا، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زرګونو خلکو په جلا جلا راټولېدنو کې له جمهوریته ملاتړ اعلان کړی دی.

خو په دې سربېره بیا هم هم د خلکو او سیاسي چارواکو تر منځ د سولې په روانو خبرو کې وخت ناوخت د موقت، همه شمول او سرپرست حکومتونو خبرې او بحثونه کیږي.

تازه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب ویلي، چې افغان حکومت د جمهوریت او ټاکنو له لارې د واک انتقال ته ژمن دی.

محب وایي، وسله وال طالبان لا هم نه دي بدل شوي، جنګ ته یې تیاری نیولي او غواړي د زور له لارې واک ته ورسیږي.
وسله والو طالبانو بیا دا خبرې رد کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب