جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران وایي؛ له امریکا سره هېڅ ډول خبرو ته تیار نه دي

ایران وایي؛ له امریکا سره هېڅ ډول خبرو ته تیار نه دي

تاند ( یک شنبه، د حمل ۱۵) د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي، چې له امریکا سره د هېڅ ډول خبرو لپاره تیار نه دي.

عراقچي زیاتوي، امریکا هوکړه ماته کړې او پر ایران یې د توافق خلاف بندیزونه وضع کړي چې باید لرې کړل شي.

د معلوماتو له مخې نوموړی به په نږدې ورځو کې پلازمینې وېن ته لاړ شي او هلته به د ۲۰۱۵ز کال اټومي هوکړه کې له شریکو هېوادونو سره ګوري.

ایراني چارواکي وایي په وین کې د څلور جمع یو هېوادونو له استازو سره ګوري او پر دې به خبرې کېږي، چې امریکا باید د مذاکراتو لپاره لومړی کوم ګام پورته کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ایراني او امریکایي استازي به ډېر ژر یوه غیر رسمي لیدنه ولري او پر اټومي مسایلو به خبرې کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ټینګار سره ویلي وو، چې له امریکا سره مخامخ خبرو ته اړتیا نه ویني او په ویانا کې به د امریکا له استازو سره مخامخ خبرې نه کوي.

تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي،چې امریکا به پر تهران لګېدلي بندیزونه د فشار الې په توګه نه کاروي او پر ایران د وروستي حد فشار راوستو په تړاو د ټرمپ حکومت سیاست ناکام ثابت شوی دی.

له دې مخکې وال سټریټ ژورنال هم لیکلي و چې د سې شبنې په ورځ به امریکا ویانا ته خپل استازي واستوي، خو له ایران سره به مخامخ مذاکرات نه کېږي.

که څه هم په دې وروستیو کې د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو هڅو ته د امریکا او ایران هیلې ډېرې شوې وې، خو اوس لیدل کېږي چې کړکېچ لا هم نه دی ختم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب