Homeخبرونهپه کندهار او بدخشان کې د افغان ځواکونو عملیاتو ته د طالبانو...

په کندهار او بدخشان کې د افغان ځواکونو عملیاتو ته د طالبانو غبرګون

تاند ( یکشنبه، د حمل ۱۵ ) وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرلو سره ویلي چې افغان هوایي ځواکونو د کندهار او بدخشان په ګډون یو شمیر ولایتونو کې هوایي عملیات پیل کړي او په ترڅ کې یې د دوی د جنګیالیو تر څنګ ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اړولي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي: ((په دا وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د کابل ادارې د عسکرو لخوا د اشغالګرو په مخامخ هوايي او استخباراتي ملاتړ د اسلامي امارت د مجاهدينو او ولسي خلكو په وړاندې ستر ستر عملیات پيل شوي دي او اوس هم جريان لري چې د عامو خلکو ګڼ کورونه او کلي يې وران کړي دي.))

طالبانو څرګنده کړې چې افغان ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په ملتیا د دوی جنګیالي په نښه کړي دي.

دوی خبرداری ورکوي چې که دا عملیات ونه درول شي نو دوی به هم د افغان ځواکونو تر څنګ پر بهرنیانو هم حملې پیل کړي.

خو د بدخشان والي محمد ذکریا سودا وایي چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت په مرکز او لس ولسوالیو بریدونه پیل کړي او د دوی له مقاومت سره مخ شوي دي.

ورته مهال ملي دفاع وزارت هم ویلي چې افغان ځواکونو د بدخشان درواز سیمې چې درې کاله د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې وې تصفیه کړې دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د بدخشان ولایت نسۍ، شکي، دروازه بالا اړوند کوف آف او ارغستان ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي او دا سیمې یې د طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.

دفاع وزارت دغه راز ویلي چې د عملیاتو پر مهال د درېیو بهرنیانو او یو قوماندان جمعه په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت دغه راز د کندهار په ارغنداب او هرات ولایتونو کې هم طالبانو ته د مرګ ژوبلو اړولو ادعا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ افغان چارواکو کابل کې یوې غونډې ته وویل چې وسلوال طالبان په لویو ښارونو د سترو بریدونو پلانونه لري خو وایي افغان ځواکونو یې پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...