Homeخبرونهولسمشر غني د ترکیې کنفرانس ته د سولې ۳ پړاویزه طرحه وړاندې...

ولسمشر غني د ترکیې کنفرانس ته د سولې ۳ پړاویزه طرحه وړاندې کوي

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۵) د افغانستان ولسمشر اشرف غني به له طالبانو سره د سولې لپاره د ترکیې په غونډه کې د سولې د لارې درې پړاویزه نقشه وړاندې کړي.

رویټرز خبري اژانس ادعا کوي چې د افغانستان د ولسمشر د سولې طرحه یې لیدلې ده چې د هغې پر اساس، تر انتخاباتو مخکې د اوربند غوښتنه شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د امریکا په وړاندیز او د ترکیې په کوربه توب روانه میاشت د طالبانو او نورو افغان شخصیتونو په ګډون برخلیک ټاکوونکې غونډه جوړه شي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د ولسمشر غني طرحه د امریکا د وړاندیزونو په مقابل کې وړاندې کېږي چې د افغانستان حکومت رد کړي دي.

ویل کېږي چې امریکا د افغانستان د حکومت او طالبانو د ګډ حکومت لپاره څو طرحې د افغانستان له حکومت او طالبانو سره شریکې کړي دي.

رویټرز وايي، د ولسمشر غني د طرحې په لومړي پړاو کې پر یوې سیاسي روغې جوړې د توافق او د نړیوالو تر څارنې لاندې د اوربند یادونه شوې ده.

په دوهم پړاو کې د ولسمشرۍ انتخابات، د سولې د حکومت جوړېدا او د یوه نوي سیاسي نظام لور ته تګ شامل دي.

د دې طرحې په درېیم پړاو کې د یوه قانوني چوکاټ جوړېدا، د کډوالو بېرته راستنېدا او پرمختیايي چارې یادې شوې دي.

د حکومت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې ښاغلي غني دا طرحه مخکې لا بېلابېلو هیوادونو ته استولې ده.

د ترکیې د کنفرانس دقیقه نېټه لا څرګنده نه ده خو ځینې سرچینې وايي چې کوربه هیواد او دغه راز ملګروملتو او امریکا وړاندیز کړی چې د اپریل په ۱۶ مه دې جوړ شي.

د سولې تر څنګ د جنګ د خبرداري زنګونه کړنګول کېږي

په همدې منځ کې طالبانو نن خبرداری ورکړی چې ممکن د دولت پر ضد پراخ عملیات بیا پیل کړي.

د سیاسي چارو د کتونکو په باور د طالبانو او حکومت له لوري جګړې ته تیاري د سولې لپاره هیلې په نهیلۍ بدلولی شي.

یو شمېر امریکايي جنرالان هم لېواله دي چې د امریکا حکومت اجازه ورکړي چې د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړي.

د امریکا په پوځ پورې تړلې ورځپاڼې ملټري ټایمز پرون په یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو قوماندان جنرال سکاټ میلر، په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک میکنزي او لوی درستیز جنرال مارک میلي پوښتنه کوي او حتي اصرار کوي چې دوی ته دې شنه اشاره ورکړل شي چې د طالبانو پر ضد جګړه پیل کړي او د افغان ځواکونو، چې اوس په حیرانوونکي ډول اغېزمن شوي دي، ترڅنګ ودرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...