پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې موټر بم برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل کې موټر بم برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(یکشنبه، د حمل ۱۵) د کابل د پغمان ولسوالۍ په پنجه چنار سیمه کې موټربم چاودنه شوې ده.

د کابل پولیسو د چاودنې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی خو د سیمې اوسېدونکي بیا وایي چې چاودنه د یو کرولا ډوله موټر په واسطه شوې چې له امله یې درې تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو څو ورځو کې په کابل ښار کې د تېرو میاشتو په پرتله امنیتي وضعیت ښه والی موندلی و خو له څه مودې را وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل کې په یوه ورځ کې دوه غبرګې چاودنې کېږي او مرګ‌ ژوبله اړوي.

کابل ښاریان په امنیتي مسولینو نیوکه کوي او د امنیت په راوستلو کې یې په ناغیړۍ تورنوي.

د یادونې ده چې نن سهار په پغمان ولسوالۍ کې د ملي اردو پر رنجر موټر هم چاودنه وشوه چې له کبله یې یو پولیس ووژل شو او درې نور ټپیان شول.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز له رسنیو سره په خبرو کې وویل،  دغه چاودنه نن سهار د کابل په پغمان ولسوالۍ قرغې سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وکړه.

کابل کې چاودنې څلورو سرتېرو ته مرګ‌ ژوبله اړولې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب